کاغذ

لوګر کې د نږدې یو میلیون ډالرو په لګښت یو روزنتون جوړه شوه

شریعت: په لوګر کې د ۹ سوه زرو امریکايي ډالرو په لګښت د مولانا یعقوب څرخي روزنتون جوړ او ګټې اخیستنی ته وسپارل شو.

شریعت: په لوګر کې د ۹ سوه زرو امریکايي ډالرو په لګښت د مولانا یعقوب څرخي روزنتون جوړ او ګټې اخیستنی ته وسپارل شو.

د لوګر د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي جان محمد طلحه له همدې کبله په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې د یاد روزنتون چارې شاوخوا درې کاله وړاندې پيل شوې وې او پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي په خبره دغه روزنتون یوه تدریسي او یوه د لیلیې  ودانۍ لري، چې په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونو کې په ۵ جریبه ځمکه جوړې شوې دي.

سرچینې زیاته کړه، چې ایسنا خیریه بنسټ لخوا د شاوخوا یو لک امریکایي ډالرو په ارزښت یاد روزنتون لپاره ټول تجهیزات او ملحقات اخیستل شوي، چې له دې سره ۳۰۰ یتیمانو ته د عصري او دیني زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې ایسنا خیریه بنسټ د ۶ کلونو لپاره د روزنتون د تمویل ژمنه هم وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *