افغانستاناقتصاد او رغونه

لوګر کې د پيازو او الوګانو لس زېرمتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

شریعت: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په لوګر کې د پیازو او الوګانو د هغو لسو زېرمتونونو، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې له لارې جوړېدل او چارې یې نیمګړې پاتې وې، چې پاتې چارې یې بشپړې او ګتې  اخیستنې ته یې وسپارلې.

یاد وزارت ویلي چې د پیازو او الوګانو دغه زېرمتونونه د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې رغول شوي، چې د لس ټنه پیازو او الوګانو د ساتنې وړتیا لري.

کرنې وزارت زیاته کړې، چې د زېرمتونونو د رغولو ۹۰ سلنه لګښت حکومت او ۱۰ سلنه یې بزګرانو ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې لوګر د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې پیاز، الوګان او روميان په کې ښه حاصل ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *