افغانستان

لوګر کې د څښاک اوبو دوې شبکې جوړېږي

شریعت: د لوګر ولایت په خروار او څرخ ولسوالیو کې د ۱۵ میلیونو او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د دوو شبکو د جوړولو تړون د پراختیایي شوراګانو سره لاسلیک شو.
د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو وايي، چې دغه شبکې د خروار ولسوالۍ په عمرخېلو او خواجه کلي او د څرخ ولسوالۍ په آبجوش کلي کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۱۵میلیونو او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.
نایب خېل زیاته کړه، چې د یادو شبکو په بشپړېدو سره به ۱۰۰۰ کورنیو او د یوه ښوونځي ۳۵۰ زده کوونکو ته به د څښاک اوبه برابرې شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت په بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د څښاک اوبو د دوو شبکو چارې پیل شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *