افغانستان

لوګر کې د ۳۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

په لوګر ولایت کې د تېرې جګړې پر مهال د ۳۲ زیانمن شویو ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي. دغه ښوونځي د IRC موسسې د ۷۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت بېرته رغول کېږي. د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د بیا رغونې په دې چاره کې به د نوموړو ښوونځيو ودانیو ته نوی رنګ ورکول شي او هم به یې ټولې تخریب شوې برخې به یې بېرته ورغول شي. د دغو ښوونځيو د ودانیو په بیا رغونې سره به شاوخوا ۳۲ زره زده کوونکو ته د زده کړې غوره چاپېریال برابر شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *