افغانستان
لوګر کې زرګونو ښوونکو او زده کوونکو درسي توکي ترلاسه کړل
د لوګر پوهنې ریاست د ۲۷۵ ښوونځیو پر ۲۳۰۴ ښوونکو او ۷۵۶۶۰ زدهکوونکو درسي توکي وېشلي دي. یاده مرسته د یونیسف لخوا شوې چې شاوخوا ۳۵۸ زره امریکایي ډالره ارزښت لري. په دې مرسته کې هر ښوونکي ته د پنځه قلمه درسي موادو ډک یو کېټ او هر زده کوونکي ته یوه بکسه او ۸ قلمه د اړتیا وړ درسي توکي ورکړل شوي دي. د لوګر د پوهنې رییس جنت ګل عزیز له ښوونکو او زدهکوونکو سره د یونیسف د ورته نورو مرستو غوښتنه کړې ده.