افغانستان

لوګر کې له نږدې ۶۰۰ښځینه زده کوونکو د دولسم ټولګي کلنۍ آزموینه واخیستل شوه

شریعت: د لوګر د مرکز او ولسوالیو د نجونو په ۱۸ لېسو کې د دولسم ټولګي له شاوخوا ۵۹۸ ښځینه زده کوونکو څخه درې ساعته کلنۍ ازموینه واخیستل شوه.

شریعت: د لوګر د مرکز او ولسوالیو د نجونو په ۱۸ لېسو کې د دولسم ټولګي له شاوخوا ۵۹۸ ښځینه زده کوونکو څخه درې ساعته کلنۍ ازموینه واخیستل شوه.
د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وایي؛ دغه ازموینه د پوهنې وزارت د رالېږل شوې تګلارې له مخې؛ په یادو ټولو لېسو کې همهاله د سهار په ۱۰ بجو پیل او د ماسپښېن تر یوې بجې پورې یې دوام وکړ.
عرب زیاته کړه، چې د دې ازموینې د اخیستو لپاره پوره ۳ ساعته وخت ټاکل شوی و، سوالونه یې د پوهنې وزارت له خوا ترتیب شوي وه ، چې د ټولو درسي مضمونونو ۱۴۰ پوښتنې یې لرلې.
د یادې ازموینې پایلې به د راتلونکې چهارشنبې پر ورځ اعلان شي، چې کامیابه شویو زده کوونکو ته اطلاعنامې او د فراغت اسناد هم ورکړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *