ادبي کتابونه

لیکوال څوک دی؟

لیکوال تور او سپین ټول د زړه په وینو لیکي، ځکه خو یې هر لفظ او هرې جملې ته پوره احترام

امین وردګ

لیکوال تور او سپین ټول د زړه په وینو لیکي، ځکه خو یې هر لفظ او هرې جملې ته پوره احترام په کار دی.
لیکوال چې هر څه وایي ښه وایي؛ هغه چې ښه نه وایي لیکوال نه دی! بلکې لیکونکی دی؛ نو تاسو باید لومړی د لیکوال او لیکونکي تر منځ توپیر ومنئ، بیا قضاوت وکړئ.
لیکوال و زغمئ، پام پرې وکړئ او ویې نازوئ.
د لیکوال خبرې پر ډبرو لیکئ او زرین رنګونه ورکوئ؛ ځکه چې د لیکوالانو ویناوې نیمه پېړۍ وروسته قیمت پیدا کوي.
هېڅ لیکوال هم په خپل عصر کې قدر قیمت نه لري او نه د چا ورسره جوړه وي؛ خو شاعر بیا داسې نه دی.
د لیکوال او شاعر تر منځ تفاوت همدا دی؛ چې شاعر پر حسن میین وي او لیکوال پر ناخوالو، له همدې امله شاعران ستاینې کوي او لیکوالان ګذارونه.
د ویښ لیکوال ټوله توجه د نظامونو او ټولنو منفي اړخونو ته ده! له همدې امله تل انتقادي موقف خوښوي او له نورو خلکو بېل روان وي.
د لیکوال تر ټولو ستر صفت (پر زورورو او ښکرورو) انتقاد دی، نو که چېرې کوم لیکوال د انتقاد کولو زړه نه لاره، له ښار او کلي یې وباسئ.
هغه چې ورته وایي: (قلم دې مات شه…) لیکوال ته نه وایي، شاعر او لیکونکي ته وایي. له لیکوال نه کار مه غواړئ، طرحه ترې وغواړئ، ځکه چې لیکوال د کار سړی نه دی، د فکر سړی دی! څو واره مې درته ویلي چې د کار خلک او د فکر خلک و پېژنئ.
ټولنه باغ دی او لیکوال یې باغوان؛ ځکه خو یې تل په لاس کې بیاتي (قیچي) او پر اوږه بېل وي؛
لکه څرنګه چې ښه باغوان تر ټولو مخکې د ونې وچ شاغونه په نښه کوي او له منځه یې وړي، همدغسې لیکوالان هم تل د ټولنې خلاګانو او منفي ټکو ته ځیر وي. پاسنۍ نکتې ته سم متوجه شئ! باغوان هېڅکله هم ونه تشویقوي نه او نه یې مثبتو اړخونو ته چندان فکر وي؛ بلکې تل د ونې هغه نکتې څارې چې کسر یې کړی وي، لکه وچوالی ، زېړوالی ، تنده او داسې نور…
نو ریښتینی او ځیرک لیکوال هم چندان د چا ستاینه نه کوي، بلکې بالعکس! تل منفي نکتې څاري او په نښه کوي یې. هغه چې همېشه د خپل موقف او شخصي ګټو لپاره زندباد ناري وهي لیکوال نه دی! جوټه خور دی، جارچي دی، ګدایي کوي، سوالګر دی.
نو…لیکوالان بلبلان دي؛ ځوروئ یې مه! غوږ ورته نیسئ او له خبرو یې خوند اخلئ.
خیر…د لیکوالانو آرمان به هغه وخت وکړئ چې خاورې پرې واوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *