بېلابېلې لیکنېلیکنې

مؤسسې ټولې دسیسې دي !

مؤسیسې د مسلمانانو د تسخیر کولو، له لوږې او فقر سره د مخ کولو، د بې کمال اموخته کولو، د مسلمانانو د بې حیا او بې عزته کولو لــپاره د غربیانو او کافرانو دسیسې او مؤثر پلانونه دي. د مؤسسو په بد بختیو، مشکلاتو او تاوانونو باندې که هرڅومره وغږیږو او لیکل ورباندې وکړو؛ نو کمه ده لنډه دا چې په کوم ملک او ملت کې چې د مؤسیسو په نوم مرستې کیږي او یا د مرستو په نوم موټرې ګرځیږي، هغوی بیا خیر نه دی لیدلی.اوس پوښتنه داده، چې زموږ مسؤلیت څه شی ده او څه شی کول راته پکار دي، غواړو په دې اړه لنډې مشورې له تاسې سره ولرو.الف: لومړی که ممکنه وي، چې په دوی تر ممکنه حده بندیز ولګول شي او د فعالیت اندازه او کچه یې کمه شي؛ خو دا به د في الحال لپاره ستونزمنه مسئله وي. باید په فکر کې مو وي.ب: د دوی د فعالیتونو، مرستو وېشلو او له ولس سره د تعلق باید په کلکه څارنه وشي، د دوی اهداف او ارادې معلومې شي، په اړه یې لازم اقدامات او وقایوي فعالیت وشي، د دوی په همکارانو(ترجمانانو، مسؤلینو، کاریګرو) کې باید خپل ملګري پیدا او یا هم استخدام شي؛ تر څو د دوی په اړه په اساني سره معلومات تر لاسه کړو.
ج: کوښښ باید وکړو، د دوی مرستې داسې ځای او په داسې طریقه ووېشو، چې زموږ او یا هم زموږ د ولس ګټه ډېره وي، لکه داسې کار ورباندې وکړو، چې د ډېر وخت لپاره یې ګټه وي( تنها خوراکي کومک او مرسته نه وي)، مکتب یا جومات ورباندې جوړول، د اوبو بندونه جوړول، درالایتام جوړول وغیره.
د: بل که ممکنه وي، د وېش داسې طرزالعمل او طریقه برابرول چې د غیرتي ولس او خلکو تذلیل، بې عزتي او تر خپل منځه جنګونه نه وي ورکې.
په دې اړه باید نور هم غږېدلي وی؛ خو ستاسې مصروفیت راته معلوم ده اجازه نه راکوي. خو دغه وړکی کتاب(د کلیسا د پردو تر شا پټ رازونه) کولی شي زموږ په ذهن کې د مؤسیسو د شیطاناتونو په اړه لږ خاکه او معلومات واچوي.

مولوي نذیرهلال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *