ادبشعرونه

ماته مه وايه چې ځمه!

ای زما خوږه جانانه،ما ته مه وايه چې ځمه
زړه مې لوېږې له خفګانه،ما ته مه وايه چې ځمه
ته زما د سترګو تور يې ته زما د زړه ټکور يې
د رنځور زړګي درمانه، ما ته مه وايه چې ځمه
اضطراب وي پریشاني وي هر ساعت عذاب عذاب وي
زړه مې تور شي له جهانه، ما ته مه وايه چې ځمه
ته ددې چمن بلبل يې ته ددې وطن سپرلی يې
ته خبر يې له خپل ځانه،ما ته مه وايه چې ځمه
دا دې څرنګه عادت دی چې شېبه شېبه پاڅېږې
مړه پاتې شه ناځوانه،ما ته مه وايه چې ځمه
د يورب ښکلا به څه کړې چې ګلاب ځواني دې وخوري
ای زما د کلي خانه،ما ته مه وايه چې ځمه
د باغبان د وجدان غږ دی څه ويده احساس يې نه دی
ته لږ غوږ شه ای نادانه، ماته مه وايه چې ځمه

حفيظ الله باغبان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close