افغانستان

مارټین ګریفتس: پر افغانستان د بشري مرستو بندېدل او کمېدل به ناوړه پایلې ولري

شریعت: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مرستیال مارټین ګریفتس د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

شریعت: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مرستیال مارټین ګریفتس د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده. نوموړي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته یې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې وویل چې ۹۷ سلنه افغانان په فقر کې ژوند کوي، له دریو څخه دوه برخې د خپلې بقا لپاره نړیوالو بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري. شل میلیونه نفوس له جدي لوږي سره مخ دي، نیم نفوس پاکو صحي اوبو او روغتیایي خدماتو ته ضرورت لري. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل چې د افغانستان کابو اوه میلیونه نفوس په ګاونډیو هیوادونو کې ژوند کوي او ۳.۴ میلیونه نور افغانان د خپل هیواد په داخل کې بیځایه شوي دي. هغه زیاته کړه، افغانستان د اوږدو جګړو، فقر او اقتصادي رکود تر څنګ یاد هیواد د اقلیمي مشکلاتو او وچکالۍ څخه هم ځوریدلی دی او دا کار د خلکو د بیځایه کیدو، د مختلفو ناروغیو د خپریدو لامل شوی دی. د هغه په وینا د ژمي سړه هوا بل مشکل دی چې افغانان ورسره لاس او ګریوان دي. ګریفتس زیاته کړه د پیسو لیږد او بشري مرستې د افغانستان د مشکل د هواري‌ اوږدمهاله لار نده خو ددې مرستو بندیدل او کمېدل به ناوړه پایلې ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *