ټولنه اوکلتور

مجاهد او عالم فقير ايپي

فقير ايپي چې خپل نوم يې صاحب ميرزا علي خان، د ۱۹ پېړۍ د وروستۍ لسيزې په ۱۸۹۷کال د شمالي وزيرستان کجورۍ پوسټ ته نېږدې په کېرته کلي کې زږېدلی دی،د پلار نوم يې حاجي ارسلا خان و چې په خپله سيمه کې به يې د شخړو پر مهال د جرګو او مرکو مشري کوله او يو سوله غوښتونکی انسان و.
ميرزا علي خان چې لا فقير ايپي نه و له خپل پلاره يې يو شمېر ديني کتابونه ولوستل او بيا د پښتونخوا بنو (ضلعه) ولسوالۍ ته ولاړ او هلته يې له مولوي ګل بهادر نه نورې زده کړې وکړې،خو چې په ۱۹۲۲ کال کې له مدرسې کور ته لاړ؛ نو پلار يې مړ شو او دی له خپل ورور سره يوځای د پلار ور پاتې ځمکه خرڅه کړه. خپلو زده کړو ته يې دوام پرې ورکړ او د پخې ځوانۍ پر مهال يې د ملا قاضي شېرزاد له لور سره يې واده وکړ. زده کړې يې جاري وساتلې او په تاريخ کې يې هم مطالعه پيل کړه. د خوشحال خان خټک، پير روښان او برېتانوي هند پر خلاف د جنګېدلو افغانانو په هلکه يې معلومات ترلاسه
کړل.
په ۱۹۲۸ کال کې يې حج وکړ. له خپل پلرني کلي سپلګې سيمې او بيا ميرالي ته لاړ، دا چې هغه يو ښه ديني عالم او نيک انسان و، د کلي يوې کونډې کور وکړ. په دې وخت کې يې نوم تر لرې سيمو خپور شو او خلک به د دعاوو غوښتلو لپاره ورته راتلل؛ ځکه چې هغه له تقوادارۍ سره، سره د کلي شتمنو او غريبو ته په يوه سترګه کتل او په يوه ژبه او زړه يې اړيکې ورسره پاللې.
تر ۱۹۳۶ کال پورې چې پښتونخوا کې د برېتانوي هند پر خلاف لوی ولسي لاريون پيل شو، لا هم فقير ايپي له وسله والې مبارزې لرې پاتې شو؛ خو کله چې برېتانوي هند کې د يوې نوې مسلمانې شوې هندوستانۍ او يو مسلمان پر سر شخړې پيل شوې، هغه هم د جهاد سنګرونو ته راودانګل او د وزيرستان ا شاوخوا سيو ډېر پښتانه پرې راټول شول، چې په دې کار سره يې ستره بريا په نصيب شوه.
هغه له برېتانيې سره وسله واله جګړه پيل کړه، چې د ۲۰ مې پېړۍ په څلوېښتمو کلونو کې يې هم دوام درلود، هغه په خپلې بېساري تاکتيک سره په يرغلګرو پراخ بريدونه وکړل، چې هغوی ته يې درانه تلفات واړول.
کله چې برېتانويان له ايپي فقير نه پوزې ته راغلل؛ نو د خپل هوايي ځواک پيلوټانو ته يې وويل، چې ايپي فقير دې له نورو پښتني پاڅونوالو او مبارزينو سره يوځای بمبار کړي؛ خو هغه به هر ځل بچ کېده. يو ځل ۴۰ زره برېتانوي عسکر چې په مجهزو وسلو او وسايلو سمبال وو د ايپي فقير له ۱۰۰۰ يا ۱۵۰۰ ملګرو د هوايي ځواک په مرسته تاو شول او هغوی چې تش لاسي وو، په خپلو سمڅو کې تر سختې محاصرې لاندې راغلل؛ خو بيا له سختې مبارزې وروسته يرغلګر ځواکونه بطرته خپلو مرکزونو ته تشلاسي ستانه شول.
که څه هم ايپي فقير د وزيرستان و؛ خو د هغه د مجاهد او مېړني شخصيت له امله د افغانستان ډلو، ډلو خلکو هم د هغه په ملاتړ په لښکر کې ځان ځای کړ، چې په دې سره به جګړو کې د ايپي فقير د ټولو جنګېدونکو شمېر هم تر زرګونو پورې ورسېده او هر ځل به يې يرغلګر ماتول.
دغه ستر اتل چې تل يې له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړه د عمر په وروستيو کې د سالنډۍ ناروغۍ ور ولوېده، چې له امله يې هغه سخت ضعيف شو؛ ان تر دې چې څو قدمه به يې هم نشو اخيستلی.
د ۱۹۶۰ ميلادي کال د اپريل ۱۶ مه وه چې د شپې مهال يې له دې نړۍ سترګې د تل لپاره پټې کړې او جنازه يې په ګورويهت کې خاورو ته وسپارل شوه، چې لسګونو زرو خلکو په کې ګډون کړی و.
د ميرزاعلي خان (فقير ايپي، حاجي صيب) لمسيان او کړوسيان اوس هم ژوندي دي.

خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *