افغانستان

مجاهد: له نړۍ سره د مثبت تعامل په لټه کې یو

د طالبانو د حکومت ويندوي ذبيح الله مجاهد وايي، د دوي حکومت له نړۍ سره د مثبت تعامل په لټه کې دي خو نړيواله ټولنه د طالبانو د حکومت د نه رسميت پېژندلو لپاره پلمې کوي.ښاغلي مجاهد د طالبانو د حکومت رسميت پېژندنه د نړۍ په ګټه وبلله.

ده زياته کړه:«هيوادونو ته پکار ده چې د پلمو پر ځاي خپله پاليسي اصلاح کړي.»سره له دې چې طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته رسېدلي او پر ټول هيواد بشپړ کنترول لري خو تراوسه هېڅ هېواد د دوي اسلامي امارت په رسميت نه دي پېژندلي.نړيواله ټولنه له طالبانو غواړي چې ښځو او نجونو ته لومړني بشري حقونه ورکړي، په حکومت کې له ملايانو پرته نورو افغانانو ته ونډه ورکړي او بشري حقونه رعايت کړي.خو طالبان فکر کوي چې نړيوال ملامت دي او د دوي د حکومت د رسميت پېژندلو لپاره غيرمنطقي پلمې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *