لیکنېمقالی اوتبصرې

مدبر او سياست پوه امير تقبله الله

په دنيا کې ډېر مهم شخصيتونه تېرشوي، چې ياد ساتل يې زموږ مسئوليت دی تر څو راتلونکي نسلونه د هغوی په کارنامو خبر شي، د هغوی اهداف تعقيب کړي او د هغوی په شان ځانونه جوړ کړي.
له مهمو شخصيتونو يو هم شهيد ملا اخترمحمد منصور تقبله الله دی چې نظام ته له داخلېدلو تر شهادت پورې يې ټول ژوند له ابتکارونو، کارنامو او درسونو ډک و.
د اسلامي امارت په لومړۍ واکمنۍ کې په ورسپارل شوې دنده کې د ارواښاد منصور ځلېدل، د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په اطاعت کې مخکښي، د خپلو صلاحيتونو په ساحه کې ولس ته د پام وړ خدمتونو عرضه کول، د ملګرو لپاره پوره غمخوري او خدمت، په افغاني ټولنه کې د علماوو او مخورو کسانو درناوي ته ژمنتيا او په اسلامي زرينو اخلاقو سمبالولی ځينې هغه نوښتونه او ځانګړتياوې وې چې شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله يې درلودونکی و او په خپل وخت کې د ټولو انسانانو له منځه الله تعالی د دغه اخلاقي او نزاکتي بشري امتيازونو لپاره غوره کړی و؛ الله تعالی دې شهيد امير ته جنت الفردوس په نصيب کړي.
د اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ له ړنګېدو وروسته د امريکايانو په وړاندې د جهاد په پيل او غځېدلو کې د شهيد امير المؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله فعالې او نه هېرېدونکې هڅې د هيچا هېرې نه دي او د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات او د ده له ټاکنې وروسته د مجاهدينو کاميابه رهبري، په هيواد کې د جهادي بهير چټکتيا، په سياسي ډګر کې په نړۍ کې د اسلامي امارت منل، د خوارجو او مغرضو کړيو پر وړاندې کلک درېدل، په هېواد کې د ننه د تکړه او ويښو افغانانو سره فعاله رابطه ساتل، په ډېرو حساسو شرايطو کې په لږو امکاناتو د يرغلګرو په وړاندې د نظامي جهاد ترڅنګ له نړۍ سره ديپلوماتيکې اړيکې را ژوندۍ کول، اسلامي امارت د پاڅون له نوم څخه د يوه بالقوه نظام په نوم په نړۍ کې مطرح کول هغه تاريخي نوښتونه وو، چې شهيد اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله يې د نړۍ په کچه د اسلام په تاريخ کې د لوی او ستر رهبر په نوم وليکی؛ الله تعالی دې هغه په خپلو جنتونو او رحمتونو ونازوي.
بې له مبالغې دا ويلای شو چې شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله له مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله وروسته د سياسي اسلام او اسلامي حاکميت مجدد و،چې الله تعالی يې رهبري پر افغانانو لورولې وه، لوی رب هغه دې د جنتونو په نازونو ونازوي.
موږ ته دا لازمه ده چې د شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله جهادي لاره، جامع او پراخ فکر، سياسي ليدلوری، فکري استقلال او ټول شموله طبيعت تعقيب کړو تر څو لاس ته راغلی اسلامي نظام په سمه توګه سمبال کړو او ساتنې ته يې لازم تدابير
ونيسو.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *