افغانستان

مزار شریف کې سړک رغېږي

د مزار شریف ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د دغه ښار د دویمې او درېيمې ناحیې اړوند سیمه کې د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې.
دغه سړک د مزارشریف ښار د درېیمې او دویمې ناحیو تر منځ د روضې شمال لور ته د مزار مال زېر زمیني سړک پورې د ۲۲۰ مترو په اوږدوالي سره غځېدلیچې د مزارشریف ښاروالۍ له بودجې څخه د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت رغول کېږي.
په همدې حال کې د یادې سیمې اوسېدونکي د مزار ښاروالۍ له ورته اقداماتو هرکلی کوي او د مزار ښاروالۍ د کار کړنو او فعالیتونه د قدر وړ بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *