دینې لیکنېلیکنې

مسلمانه مبارزه وروره!

دا ستا د مبارزې پر ارزښت او مؤثريت دلالت کوي چې تل دې کفرپال، فاسقان، خودخواه، او بې استعداده خلګ مخالفت کوي او ستا د علمي استعداد او بارز شخصيت د کم ارزښت کولو له لارې غواړي تا له مبارزې را وګرځوي خو ته بايد د وسپنې په څېر کلک عزم، د اور په څېر تند او د سېلاب په څېر روان قلم، د باران په څېر اخلاق، د تورې په څېر تېره فکر، د وړانګو په څېر تېز ذهن، د پيغمبرانو په څېر پراخه حوصله او د اسلامي نظام د مشرانو په څېر حکومتي او مصلحتي پاليسي ولري تر څو دې مبارزه نوره هم اغېزمنه واقع شي او په اصلاحي، فکري، فرهنګي، سياسي او ټولنيزو برخو کې دې خدمتونه نورهم وځلېږي.

مبارزه وروره! ستا مبارزه د سيلاب په څېر ده او هغه کسان چې ستا د مبارزې په وړاندې خنډونه جوړوي د خس او خشاک په څېر دی، ځکه نو ممکن هر ځای او هر وخت ستا د مبارزې څخه ځپل شوي خلک ستا په وړاندې را ښکاره شي لکه سيلاب اخيستی خس او خاشاک چې د اوبو په مخ او کنارونو کې را ښکاره کېږي.

تا ته ډاډ درکوم چې مبارزې دې نتيجه ورکړي او لا يې هم ورکوي کنه نو اهل باطل ستا په وړاندې نه درېدل، دا چې اهل باطل ستا په وړاندې عکس العمل ښکاره کوي دا خپله ستا د مبارزې مؤثريت په ډاګه کوي ځکه نو هېڅ وخت ناهيلی نه شي او ورځ تر بلې خپله مبارزه چټکه کوه.

خو دې خبرې ته ډېر پام وکړه چې مبارزه دې د کيف او کم په لحاظ د ټاکل شويو مشرانو سره په همږغۍ او د هغوی تر څارنې لاندې وکړه تر څو دې مبارزه هم معیاري هم اصولي او هم نوره اغېزمنه شي.

نورالحق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *