تاریخ او جغرافیهلیکنې

مسلمان جراح (ابوالقاسم زهراوي)

ابوالقاسم زهراوي چې په اصل کې د مدينې منورې له انصارو څخه و، په ۹۳۶ زیږدیز کال جنوبي هسپانیه کې زېږېدلی؛ د لسمې میلادي پېړۍ مسلمان جراح دی. هغه د عملیاتي جراحي په پلار مشهور دی. په یوولسمه پېړۍ کې یې له ۲۰۰ ډیر د جراحۍ وسایل اختراع کړي، چې میلیونونه انسانان یې ژغورلي. دی هغومره نه دی یاد شوی لکه څومره چې د نوموړي د اختراعاتو ارزښت دی. د الزهراوي یو مشهور کتاب «التصریف» نومیږي. دغه کتاب ۳۰ جلدونه لري، چې د هغه د ۵۰ کلونو د تجربې محصول دی. دا په اصل کې د جراحي وسایلو تصویري دایرة المعارف (پوهنغونډ یا انسایکلوپيډیا) ده.
دغه کتاب په اروپايي پوهنتونونو کې تر ۵۰۰ کلونو پورې د لارښود کتاب په حیث تدریسېده. دې نایاب کتاب په عملیاتي جراحي او اروپايي رنسانس (اوښتون) کې کلیدي کردار لرلی. دغه مسلمان جراح، اروپایان په لاتیني (علمي) لهجه ابوالکاسېس بولي. دی خپلې عملیاتي پوهې او مهارت ته په کتو د منځنیو پېړیو او مسلمانې نړۍ تر ټولو لوی جراح ګڼل کیږي. هغه د داخلي ټکونو (Stiches) له پاره Catgut يانې له حيواني بالخصوص د وري له کولمو نه په ګټې اخستنې يو ډول ګنډل؛ اختراع کړي چې تر دمګړۍ کارول کیږي. الزهراوي د ناروغیو له هغې معالجې چې نبي علیه السلام به ښودلې وې؛ اغېزمن و او د وګړیو په تداوي کې به یې دغې طریقې کارولې. هغه د C-Section (جراحي شق په ذریعه د زیږون عملیات) او د Cataract (د سترګې په ګاټي یو غیر شفاف پوښ جوړېدل) عملیاتو له پاره وسایل جوړ کړي وو. همدارنګه دی لومړنی شخص و، چې د فالج اصلي سبب یې معلوم کړ. مخکې د ده له وضاحته څوک نه پوهېدل چې لامل یې څه دی؟ الزهراوي ډېره ښه تشریح کړله چې دا څنګه د ملا د تیر له کسر څخه رامنځته کیږي. هغه د جراحي وسایلو د تعقیم لپاره ځانګړې د کیمیاوي موادو ګډوله وکاروله؛ کټ مټ لکه اوسنی میکروب ضد مواد.
د هغه له مړینې کلونه وروسته نامتو ایټالیوی ژباړن ګیررډ د ده د زوکړې ځای یعنې د هسپانیې ټولیډو ته لاړ او د هغه لیکل یې له عربي نه لاتیني ته واړول. د ده اثار له ۱۲۵۰ میلادي راهیسې په انګلستان کې د قلمي نسخو په شکل خوندي دي. له (۸مې تر ۱۳مې پېړۍ) دوره چې د مسلمانانو د طلايي عصر په نوم هم یادیږي، مسلمانانو پکې ګڼ نوموتي عالمان نړۍ ته وړاندې کړي.
مسلمانو پوهانو په دې عصر کې د پوهنې او علومو په بېلابېلو برخو؛ لکه: طب، نجوم، ریاضي، فلسفه او… کې بنسټیز کارونه او څېړنې وکړې. الزهراوي د عصبي جراحي بې نظمیو او ناروغیو په تشخیص کې هم حیاتي کار کړی؛ د بېلګې په ډول د لاندې بې نظمیو Management يا د تداوي لارې چارې موندل:
د کوپړۍ د زخمونو، د ملا د تیر د ټپونو، د سر د ماتېدو (درزونو)، د Hydrocephalous يانې د CSF مایع تجمع په کوپړۍ کې چې د دماغو په انساجو زور راولي او سر معمولاً ډیر لوی ښکاري او Subdural Effusion (د کوپړۍ د Dura طبقې لاندې د مایع غونډېدل).
هغه یو وار له یو ماشوم سره مخ شو، چې سر یې لوی او پړسېدلی و.
ده چې وکوت نو معلومه یې کړه Hydrocephalous دی چې د CSF (د دماغو او د ملا د تير یوه بې رنګه مایع ده) د غیر مکمل (ناقص) جریان له کبله رامنځته شوې.
هغه څو لسیزې د Cordoba (د ده د اوسېدنې سیمې) د اموي واکدارانو (الحکم ثاني او له هغه وروسته د المنصور) درباري ډاکټر هم پاتې شوی. الزهراوي د اطفالو د جراحي له پاره هم ډیر کار کړی. هغه تر ټولو لومړی و چې د Haemophilia (د وینې په خپل سر بهېدلو ناروغي چې یوازې په نرانو کې وي) طبي اړخ یې وڅېړه. Cat-Intestines (د داخلي شقونو او جرحو ګنډل د هغو تار ته ورته موادو په وسیله چې د حیواناتو له کولمو څخه يې په لاس راوړل) یې د ګڼډلو (Suture) له پاره وکاروه. د وچې غاړې جراحي (Tracheotomy) عملیات یې ترسره او تشریح کړل.
هغه بیا هم لومړنی کس پاتې شوی چې دغه لاندې طبي پروسې او کارونه یې خپله ترسره کړې یا یې پکې توضیحات ورکړي: د تیانو د سرطان کلاسیک عملیات، د مثانې د تیږو ماتول په شعاعګانو (اوسنۍ Lithotripsy)، د تایراید (د مرۍ په قدام کې وي) غدې د Cyst یا له مرداري ډکې کڅوړې د لیرې کولو تخنیک، د غوړو د غدو د کڅوړو (Sebaceous Cyst) درملنه د پلټونکې ستنې په ذریعه، د Cautery یا داغلو په مرسته د اوښکو د قنات د نالۍ داره زخمونو (Lacrimal Fistula) تداوي او د Walcher او Lithotomy ( نسايي وضعیتونه دي چې میرمنو ته د زیږون پر مهال ورکول کیږي) پوزیشنونو ښودل.
د الزهراوي طبي دایرة المعارف کې لاندې طبي موضوعات او عملیاتونه په خورا ښه ډول تشریح شوي:
د داغلو په ذریعه د جوف لرونکو زخمونوتداوي (Cauterization)، Incision (جرحي شق)، (Perforation) يا سوري کېدل, Venesection (رګ زني)، د هډوکو ارجاع یا په ځای کول، د دوا جوړونې په برخه کې هغه د زړه د ناروغیو او قبضیت له درملو نیولې د ښکلا تر دواګانو او پرهیزانه خوړو پورې توضیح کړي. په خپل کتاب (Liber Servitoris) کې یې د خپل وخت د دوايي د ساده او مرکبو (پیچیده) ترکیبونو په هکله هم معلومات لیکلي.
هغه پوځي طبي مرستې هم تشريح کړې او ترسره کړې، يورولوژي (د بولي تناسلي لارو جراحي) او اورتوپيډي (د هډوکو جراحي) کې يې هم اساسي کارونه کړي دي لکه د اوږې ارجاع (چې خورا سخت عمليات دي) او د اوس وخت (Kocher’s) مانورې چې د تايرايد د غدې او د ګېډې په عملياتو کې ترې کار اخيستل کيږي.
هغه له Ambroise Pare نه ۶۰۰ کاله دمخه واضحه کړې، چې رګونه څنګه Ligate (د رګونو تړل چې وينه و نه بهيږي) کيږي. د پوزې د هډوکو او د ملا د مهرو د کسرونو د تداوي ترڅنګ يې د هډوکو او بندونو په اړه هم زښته ډېر ليکل کړي.
د هغه په تصويري دايرة المعارف د لسمې پېړۍ د کارېدونکو نسايي ولادي آلاتو تصويران هم شته.
هغه وخت يې چې د Gynecomastia (د نرانو تي د ښځو په شان غټېدل) جراحي تداوي او د معالجې وسايل ښودلي، اوس هم استعماليږي.
د هغه طبي ليکنې چې ګېررډ، روګريوس او رونالډوس ژباړلې، په غربي نړۍ کې ډېرې کارول شوې او ستايل شوې دي. د ده اختراعات او د جراحۍ لارښوونې تر ديارلسمې پېړۍ بيخي ډېر کارېدونکي او عصري ول.
د څوارلسمې پېړۍ مشهور فرانسوي جراح (Guy De Chauliac) په خپل کتاب کې له ۲۰۰ وارو ډېر د الزهراوي يادونه کړې. دغه کتاب تر اتلسمې پېړۍ پورې وخت په وخت خپور شوی، اوس هم په Oxford , Basel او Venice ښارونو کې موجود دی.

ژباړه: ډاکټر زاهد نايل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *