تاریخ او جغرافیهلیکنې

مصطفی کمال اتاترک

د عثماني خلافت د له منځه وړلو لوبه خپل پای ته رسیدونکې وه، اوس داسې یو مصنوعي هیرو ته اړتیا وه، چې د دښمن فوځ ته د فرار شکل ورکړي، دا شخص باید د اسلامي امت سره اړیکه ولري، د داسې امت سره چې د خپلې مایوسۍ اوج ته رسیدلی دی، دا شخص باید په داسې ډراماتیک شکل میدان ته راوستل شي، چې د دې امت زړونه وګټي. مسلمانان په دغه شخص د نجات راوستونکي ، محسن او هیرو ګمان وکړي، تر څو هغه لږ څه ځواک چې د مسلمانانو په منځ کې پاتې دی، هغه له منځه یوسي او اسلامي سیمې ونیسي، دغه پروژه د هغه لسګونو پروژو څخه ګټوره وه، کومې چې پخوا کله نا کله جوړې شوې وې.
انګریز خپلو جاسوسانو په ملتیا وکولای شول، چې داسې یو هیرو پیدا کړي، یونانیانو په ۱۳۳۸ ه ق کال کې ازمیر د انګلیسانو په مرسته نیولې وه او په اناطولیه کې خښه شوې صلیبي کینه ېې بیرته راویستې وه، مصطفی کمال اتاترک د عثماني دولت د عزت او حرمت د ساتلو په شکل راښکاره شو. هغه په ترکانو کې د جهاد روح واچاوه، قرانکریم ېې په خپلو لاسونو کې ونیوه او یونانیان ېې وشړل، د دښمن فوځ د وسلې د استعمال پرته وتښتیده او ډیری سیمې ېې خالي کړې، مصطفی ورو ورو راښکاره کیده، اسلامي نړۍ د هغه په دې کار ډیره خوشحاله شوه، هغه ته ېې د غازي لقب ورکړ او شاعرانو ېې په ستاینه کې شعرونه وویل:
احمد شوقي د خپلې یوې مشهورې قصیدې په لومړي شعر کې هغه دویم خالد بن ولید ونوموه، شوقي هغه د صلاح الدین ایوبي سره په یو صف کې ودروه.
کله چې خلک د مصطفی پاشاه او د خلیفه شپږم وحید الدین محمد ماتې سره پرتله کوي؛ نو مصطفی ته ډیر درناوی ورکول کیږي، ځکه چې خلیفه خپل سر په ګریوان کې ټيټ کړی او ذلیل نایت وه، په ورځپاڼو کې د مصطفی نه دا غوښتنه کیده، چې خلیفه د ټول قوم مجرم دی او د مرګ د سزا مستحق دی، مصطفی د هغوي په نظر یو مجاهد شو، داسې چې خپل ځان ېې د خلافت د لوړوالي لپاره نذرانه کړی وي.
خو ، ډېر وخت نه وه تیر شوی، چې د مصطفی کمال حقیقت راښکاره شو، خلک پوه شول، چې دا خو د اسلام د دښمنانو د یهودو او عیسویانو تراشل شوی هیرو دی، په ځانګړي ډول د انګریز چې وپوهیده د خلافت لمنځه وړل دومره اسانه کار نه دی. د له منځه وړلو لپاره ېې یوه لاره ده ، هغه دا چې باید یو هیرو رامنځته شي، او د یوه ستر لارښود په توګه وړاندې کړل شي، د هغه شخص په شاوخوا د عزت ، کرامت او بریالیتوبونو داسې یو جال خپور کړای شي، چې خلک هغه ته د یوه معجزه شخص په سترګه وګوري، د هغه شخص په لاس څه داسې اعجازې کارنامې وکړي، چې خلک ېې په اړه د اسلامي امت د نجات ورکوونکي شخص فکر وکړي، د هغه په لاس دداسې یو ټپ رامنځته کړي، چې ډیر ژور نه وي، تر څو د هغه د اخلاص په اړه شک ونکړای شي، خلکو د هغه په درواغجنو بریاوو باندې د شک فکر نشو کولای، بس هغه یو هیرو وه، متحدینو خپله هم خفګان ښکاره کړ او د سلطان نه ېې د جګړې د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه، هغه د سولې لپاره مصطفی وړاندې کړ، تر څو د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي، د فوځي افسرانو تر منځ ېې ځای پیدا کړ، درناوی ېې زیات شو، د خلیفه درناوی کم شو، تر څو د خلافت په اړه د خلکو فکر خراب شي، د انګریز په چالاکیو باندې پوهیدل دومره اسانه کار نه دی.

محمد جاوېد «حنيف»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *