ټولنه اوکلتور

مــورنـۍ ژبه

قریب آرین
تر هر څه د مخه د مورنۍ ژبې د تعریف په اړه غږېږم:
مورنۍ ژبه هغه ژبه ده، چې یو انسان د خپل ژؤندانه له لومړیو رانیولې، بیا تر وروستیو آه او سلګیو په هغې ګړېږي، تر څو د خپلو خیالاتو او د افکارو اظهار پرې وکړای شي. موږ په یوه نړیوال ګډ کلي کې ژؤند کوو، دې کلي د نن عصر او ټېکنالوژۍ پر مټ خورا پرمختګ او ګړندي ګامونه اخېستي، دا ګامونه د دې لامل شوي، څو ټوله نړۍ د یوه ګډ کلي شکل ځانته واخلي او اړیکې سره وپالي. څومره ښه ده چې یو سړی د نړۍ د مختلفو هېوادونو د ژبو په زده کړه کې بریالی وي او د نړۍ د مختلفو هېوادونو مختلفې ژبې یې زده وي، همدارنګه دا د دې لامل شوی وي، څو نوموړی د نورو هېوادونو او سیمو خلکو سره خورا ښې او ګټورې اړیکې ولري. خو تر بل هر څه اړینه ده، چې د خپلې پېژندګلوۍ اړخ (مورنۍ ژبه) هېره نکړي. په مورنۍ ژبې د ګړېدو عمده ګټې؛
ـــ مورنۍ ژبه د زده کړې لومړی بڼسټ دی:
د دې خبرې د اثبات لپاره مې د ډاکټر جېم کیومنز، پروفیسور او د پوهنتون د استاد دا خبره رانقل کړې چې: «هغه کوچنیان چې خپله مورنۍ ژبه یې زده وي، په ښوونځي کې د نورو ژبو د زده کولو ښه استعداد لري…»
ـــ په مورنۍ ژبه خبرې د زړۀ تَل ته لوېږي:
ددې خبرې د اثبات لپاره مې د نېلسن منډیلا دا خبره را نقل کړې چې: «که یو چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې هغه پرې پوه شي؛ نو ستا خبره به د هغه مغز ته ولوېږي، خو که چېرې هغه سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې نو؛ دا به د هغه زړۀ ته
ولوېږي …»
ـــ مورنۍ ژبه د پېژندګلوۍ نښه ده:
مثلاً په دې لویه نړۍ او ګڼ نفوس کې مختلف خلک د مختلفو هویتونو، کلتورنو او ژبو په درلودو سره له یوه بله جلا دي، هر څوک د خپل هویت، کلتور او ژبې پۀ اساس پېژندل کېږي. لۀ مورنۍ ژبې پرته، په نورو ژبو غږېدل او د هغې منفي عوامل: که فکر کوئ چې د مورنۍ ژبې پرته په بله ژبه خبرې کول ستاسې د لوړوالي ښکارندوی دی، تېروتي یاست. ډېری وخت به مو لیدلي وي، چې زموږ ځوان کهول د خپلې مورنۍ ژبې پرته په نورو ژبو ګړېږي او همدارنګه زموږ ځینې مشران د خپلې مورنۍ ژبې ترڅنګ د نورو ژبو ښه پرېمانه وېیونه/لغات کاروي، دوی ښایي داسې و انګېري چې خلک/خپل لیدونکي، اورېدونکي او لوستونکي تر خپل اغېز لاندې راولي، حال دا چې ځان ښوونه او په غیرِ ضروري توګه خلک تر خپل اغېز لاندې راوستل یوه اخلاقي نیمګرتیا ده.
لازمه ده چې په یوه مجلس، غونډه او بل هر ځای کې په ساده، کره او د خپلو خلکو په ژبه وګړېږي او هم دې د دې هڅه نکوي، چې د پردیو ژبو د کلیمو په ویلو خلکو ته خپل رعب او دبدبه وښیي.
دا ځکه چې نورې ژبې د پردیو ژبې دي، چې یواځې کلیمات یې توپیر لري نور هیڅ ندي. د دې ترڅنګه په بله ژبه خبرې کول د لیاقت کوم معیار ندی.
د بلې ژبې کارولو او نورو لغاتو کارول دا ستونزه هم منځته راوړي؛ چې موږ خپلو خبرو کې تېروتنه وکړو، په داسې حال کې چې ډېره کوچنۍ تېروتنه به مو هم خلک خندا او خبرو ته وپاروي.
څه کول پکار دي؟
د مورنۍ ژبې د ساتلو لپاره کوم ګامونه اړین دي!؟
ــ په وطن کې د شته ستونزو سربېره موږ د دې شاهدان یوو، چې خلک د زده کړو، کاروبار، ښه ژوند… په پار نورو هېوادو ته مخه وي، که دا کار د هغوی لپاره هر څومره ګټور وي؛ خو بیا هم په مورنۍ ژبه خپله اغېزه لري او مورنۍ ژبه بحران سره مخ کوي. ولې؟ ځکه چې: په یوه محیط کې اوسېدل په هماغه محیط کې ټولو قوانینو ته د تابع کېدو لپاره یو اصل ده. په دې مانا چې، د هغه محیط کلتور، عنعنات او تر ټولو اړین یې چې ژبه ده؛ خپلوي. نو لازمه ده چې د یادو ستونزو سربېره په خپله مورنۍ ژبه خبرې-اترې، لیک او لوست وکړي.
ــ هر ماشوم ته دا حق ورکول، څو په خپلې مورنۍ ژبې تعلیم وکړي، چې دا کار د ماشوم د ښې روزنې ترڅنګ د پرځان بساینې تر ټولو ښه دلیل دی. په ټوله کې ویلی شو، چې نه یواځې ماشومان، بلکې په ټوله کې ځوان کهول او مشران هم د مورنۍ ژبې پۀ ویلو، لیکلو او پاللو کې بې درېغه او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي. په دې کار سره به یې د خپلې مورنۍ ژبې د عامولو تر څنګ، مورنۍ ژبې ته ستر خدمت کړی وي.
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ مو نېکمرغه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *