افغانستان

ملا نورالله نوري د غزني اهل تشيع اوسیدونکو سره د ستونزو د حل ژمنه وکړه

شریعت: ‎د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د غزني د هزاره قوم له یو شمېر قومي مشرانو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.

شریعت: ‎د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د غزني د هزاره قوم له یو شمېر قومي مشرانو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل. په دغه کتنه کې راغلو مشرانو له سرپرست وزیر څخه وغوښتل، چې په دغه ولایت کې د زده کړو، روغتیا او ځوانانو لپاره د کار زمینې برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د خلکو اساسي غوښتنو ته رسېدنه د اسلامي نظام اساسي دنده وبلله او ویې ویل، چې اسلامي امارت ژمن دی، چې په عادلانه توګه او شرعي احکامو په رڼا کې خلکو ته اساسي خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي همدا راز یادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د یاد ولایت په کچه به شته ستونزې له اړونده ادارو سره د حل په موخه شریکې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *