افغانستان

ملي سټنډرډ اداره سوداګرو ته: د بې کیفیته نفتي توکو له واردولو ډډه وکړئ

د سټنډرډ ملي اداره وایي چې د نفتي توکو سوداګر دې هېواد ته د بې کیفیته نفتي توکو له واردولو ډډه وکړي. یادې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هیواد په بېلابېلو ښارونو کې ککړه هوا د ښاریانو ژوند ګواښي او د دې ککړتیا یو لوی عامل د بې کیفیته نفتي توکو کارونه ده. اعلامیه زیاتوي چې د سټنډرډ جوړونې د قانون پر بنسټ د ستنډرډ ملي ادارې رهبري د هیوادوالو د روغتیا په نظر کې نیولو سره ژمنه ده څو د چاپېریال د خوندیتوب او د انساني ژوند له ګواښوونکو پدیدو سره مبارزه وکړي. د سټنډرډ ملي اداره له ټولو سوداګرو غوښتي څو په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د دې ادارې له پالیسۍ سره سمه سوداګري ترسره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *