مقالی اوتبصرې

ملي يووالی مو د بقا او استحکام ضامن دی…!

احسان

ملي يووالی د يوه هېواد د پرمختګ، سرتاسري امنيت او استحکام لپاره بنسټيز اصل دی، هغه ملتونه چې د ملي يووالي روحيه او انګيزه يې غښتلې وي، تر نورو هغو، چې له دې نعمت څخه برخمن نه دي، ډېر هوسا او مترقي ژوند لري.
د يوه هېواد په جغرافيايي جوړښت کې ګڼ شمېر قومونه او په بېلابېلو ژبو غږېدونکي خلک اوسیږي، طبيعي ده، چې ددې خلکو کلتور، ادب او د ژوند تېرولو اصول او کړنلارې به هم بېلابېلې وي، خو په ملي مسايلو کې بايد ټول يو ليدلوری ولري او ملي ارزښتونه بايد ټولو ته يو شان محترم او د قدر وړ وي.
زموږ لرغونی او تاريخي هېواد هم د بيلابيلو نژادونو له اتباعو جوړ دی، هيڅ قوم له بل لوړ نه دی او نه هم د يو قوم وګړي د نورو په پرتله په وسائلو او امتيازاتو کې د لويې برخې خاوندان دي، ټول قومونه د همدې هېواد د بدن غړي دي او د هر يو په درد او تکلیف سره هيواد متضرر کېږي.
د غربي ښکيلاکګرو له شل کلن تاړاک وروسته اوس الحمدالله هېواد ازاد دی، فساد تر ټولو ټيټې کچې ته راکښته شوی، د هېواد ټولو وګړو ته له قومي، سمتي او ژبني توپير پرته پر يوه سترګه کتل کېږي، مرکزي حکومت حاکم دی او امنيت هم د پخوا په پرتله ډېر ښه دی.خو اوس هم ځينې پردي پاله او د پرديو استخباراتي ادارو لپاره کارکونکي داسې ګنګوسې او تبليغات کوي، چې ګويا د افغانستان اسلامي امارت ټولو وګړو ته د يو ډول حقونو د ورکولو ژمنتيا نه لري.
دښمن غواړي په دغسې فعاليتونو او کړنو سره د افغان ملت ملي يووالی له منځه يوسي او دلته يو ځل بيا د تجزيې له کاره لوېدلې نظريه تغذيه کړي.
ددې لپاره چې د دغو خلکو هڅې له منځه یووړل شي او هيواد مو تل يو موټی او متحد پاتې شي د مخنيوي، ولس د ملي يووالي ټينګښت ته هڅول يې تر ټولو غوره او لنډه لار ده او موږ کولی شو، چې له دې لارې په ډېره لنډه موده کې او د تل لپاره ثبات ته ورسيږو.د ملي يووالي د ټينګښت لپاره حکومت، سياسي شخصيتونه ځينې مکلفيتونه لري، چې بايد ترسره يې کړي:حکومت مکلف دی چې د نظام په جوړښت کې د وړتيا، ظرفيت او مسلک پر اساس د هر قوم او ژبې خلکو ته ونډه ورکړي. له هر ډول تبعيض پرته اړتيا او امکاناتو ته په پام سره د هېواد په ټولو سيمو کې پراختيايي پروژې عملي کړي. هر افغان ته د زده کړو او روزګار زمېنه مساعده کړي، د ملت تر منځ د يووالي نقاط غښتلي او د بيلتون هغه له منځه يوسي او په تعليمي نصابونو کې د ملي يووالي پر اهميت او ارزښت ليکل شويو مضامينو ته ځای ورکړي.دغه راز ديني عالمان ، سياسي او ټولنيز شخصيتونه هم دنده لري، چې د خپلو شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ترجيح ورکړي، ملت کې د يووالي او اتحاد لپاره کار وکړي او د وګړو د سياسي شعور او هېواد سره د مينې سطحه لوړه کړي.
که چېرې موږ هر يو د ملي يووالي په برخه کې خپل رسالت په سمه توګه سر ته ورسوو، تر ټولو غښتلی او متحد ملت کېدلی شو او بيا به د ټول عمر لپاره ان شاء الله تعالی د يو باثباته، غښتلي، په خپلو پښو ولاړ او پرمختللي هېواد درلودونکي يو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *