مقالی اوتبصرې

ملګرو ملتونو ته د فاروق اعظم استولی ليک

سلامونه دوستانو! تېره يکشنبه، ۳۰ اپريل ۲۰۲۳م مې يو ليک په انګليسي ژبه د ملګرو ملتونو د مؤسسی سرمنشي ښاغلي انتونيو ګوتيريش ته واستاوه. هغه مې په موجه دلائلو تشويق کړ چې په قريب الوقوع کنفرانس کې چې په دوحه کې د افغانستان په باره کې جوړېږي، نړيوال وهڅوي چې د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپېژني. که څه هم دا ليک مې تراستولو د مخه د امارت د مسؤلو چارواکو سره مطرح کړی دی، خو بيا مې هم د امارت په نمايندګۍ نه بلکې په مسائلو د يوه آګاه افغان په حيث ورته ليکلی دی. د ليک کاپي مې د امارت مسؤل چارواکو او د ملګروملتونو د مؤسسی د امنيت شورا ځينو غړو ته لېږلې ده. ليک سرمنشي ته رسېدلی او په کابل کې د ملګرو ملتونو د مؤسسې دفتر ته هدايت شوی،چې زما سره په دې مورد کې د مزيد وضاحت لپاره وګوري. له هيئت سره مې وليدل. مجلس ډېر ګټور و. د ليک پښتو ترجمه داسې ده:
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده و نصلی علی رسوله الکريم. اما بعد
تعالوا الی کلمة سواء بيننا و بينکم. صدق الله العظيم
جناب عالي د ملګرو ملتونو د مؤسسی محترم سرمنشي صاحب!
تر فائقه احتراماتو وروسته، زما چې د افغانستان له سياست سره تر نيمې پېړۍ ډير سروکار دی او اکثر په دننه کې اوسم، دادی ستاسو سره له کابل څخه د زړه خواله کوم. د افغانستان په سياست کې زما تر نيمې پېړۍ اوږده تجربه د خطر زنګ وهي چې افغانستان نور مه تجريد کوئ. د نړيوالې ټولنې موجوده د تماس پاليسي نه يوازې مثمره نه ده، بلکې افغانان يې ډېر کړولي دي او د نړيوال امنيت خطرات په خېټه کې روزي. د افغانستان په اوسني تجريد سره، په حقيقت کې د ۱۹۹۶-۲۰۰۱م سهوې او ترخې تجربې بيا تکرارېږي. اوس وخت دی چې افغانان او نړيوال دواړه له تېرو ترخو تجربو پند واخلي او پخوانۍ سهوې تکرار نه کړي.
کله چی طالبانو په ۱۵ اګست ۲۰۲۱م کې د تېر حکومت تر سقوط وروسته د قدرت واګې په لاس کې ونيولې، نړيوالې ټولنې ته يې له همهغه اول ورځې د تفاهم لاس اوږد کړ. طالبانو په همهغه اول سر کې څو مهم کارونه وکړل چې له بده مرغه نړيوالو جدي ونه نيول. مثلا:
(۱) د کابل حکومت تر سقوط وروسته، امريکا د دوو اونيو په کمه موده کې د کابل له هوايي ډګره ۱۲۳۰۰۰ افغانان وايستل. طالبانو پر خپل غرور پښه کېښودله او له امريکا او ناټو سره يې د دغه عملياتو په کاميابۍ کې مرسته وکړه.
(۲) عامه عفو: امارت د قدرت له لومړۍ ورځې خپل هغو ټولو دښمنانو ته عفو وکړه چې د امريکا د حضور په شل کلنه دوره کې يې پر طالبانو ظلمونه کړي وو؛ حتی هغه خلکو ته يې هم عفو وکړه او اوس پيره پرې کوي چا چې د سرو زرو مډال د هر هغه خارجي پر سينه ورټومبلی و،چې ډېر مجاهدين يې شهيدان او ډېر کورونه يې وران کړي وو. دا يو عظيم کار و چې د نړۍ تاريخ يې کم مثال لري.
۳ امارت د پخواني حکومت ټول مامورين په خپل حکومت کې له ځان سره ساتلي دي. په دغو کې داسې کسان ډېر دي چې پخوا له طالبانو سره په مستقيمه دښمنۍ کې ولاړ وو. دا يو بيساری تحمل او پراخه لمن ده چې امارت غواړي ټول افغانان بېله تبعيضه په غېږه کې ونيسي، پر زخمونو يې پټۍ کېږدي او له دې لارې ملي وحدت تقويه کړي.
۴ همه شمول حکومت: په تېر نظام کې شل کاله جنګ پر پښتنو تحميل و. پښتنو په حکومت کې د خپل نفوس په تناسب ډېره کمه ونډه درلوده؛ د حکومت اکثريت کارکوونکي غير پښتانه وو. د امارت په راتلو سره د تېر حکومت د سر خلک وتښتېدل او نور پاتې دي. امارت د پخواني حکومتي کارکوونکو په ساتلو سره وښودل چې اوسنی حکومت همه شمول دی.
۵ امارت د خپل تېر دور په خلاف دا وارې په اول سر کې نجونې مدرسو او ښځې کار ته پرې ايښي وې. ښځې په بهرنيو مؤسسو کې له کاره په دې نژدو وختو کې هغه وخت منع شوې چې امارت پوه شو نړيوال د امارت حسن نيت ته توجه نه کوي.
۶ امارت په داسې حال کې چې د هيواد مکمل کنترول يې په لاس کې دی، د ټولو نړيوالو تعاملاتو د سرته رسولو اهل دی او خپل مسؤليتونه په ښه توګه ترسره کولای شي. اوس نړيواله ټولنه يو مسؤل او قابل اعتماد انډيوالي په افغانستان کې لري چې تېرې څلور لسيزې يې نه درلود.
۷ د فساد ډېر کمښت: تر ۱۵ اګست ۲۰۲۱م د مخه د افغانستان حکومت د دنيا فاسدترين و. نن فساد، که اخلاقي دی او که اداري، په افغانستان کې حد اقل دی. که دنيا له افغانانو سره مرسته وکړي، دغه مرستې اوس د پخوا په نسبت ډېر ښه مستحقو ته رسېږي او د حالاتو په مثبت تغيير کې به مؤثر واقع شي.
۸ امارت د مخدرو موادو توليد او تجارت بند کړ، کوم چې امريکا او ناټو په تېر شل کاله کې او ترهغه دمخه روسانو ونه کړای شو. په دغه لاره کې امارت مشکلات هم ګاللي دي او حتی د خپلو ملاتړو سره يې برخوردونه پرې کړي دي. دا د طالبانو لخوا له نړيوالو سره د مرستې او همکارۍ لوی ثبوت دی،خو نړيوالو د امارت دغه مهم مثبت قدم ته پاملرنه ونه کړه.
۹ امارت د مخدرو موادو زرګونه معتادين چې اکثريت يې هزاره او تاجک دي او په ډېر غيرانساني حالت کې يې ژوند کاوه، راټول او تر تداوۍ لاندې ونيول. دغو بدمرغه انسانانو د ښار تر پلونو لاندې په کثافاتو کې ژوند کاوه او په بازارونو کې خيرن کالي او عليل صحت ګرځېدل. اوس هغوی ټول تر تداوۍ لاندې نيول شوي او آبرومند ژوند ته برابر کړای شوي دي. امارت توقع درلوده چې نړيواله ټولنه به د دغه بشري ناورين په قابو کولو کې چې له تېرحکومته ورپاتې دي، مرسته وکړي.
۱۰ له سوالګرو سره مرسته. په تېر حکومت کې چې بې دريغه نړيوال ملاتړ يې درلود، د فقيرانو او سوالګرو يو لښکر په هر ښار کې موجود و. پخوا د ښار د هر نانوايۍ مخته به په لسګونو ښځې، ماشومان په غېږ کې، د يوې ګولې خيرات په انتظار ټوله ورځ په يخ او ګرمۍ کې ناستې وې. امارت زرګونه سوالګر له ښارونو راټول کړل؛ مستحق يې تشخيص او د خپلې کمزورې بودجې باوجود يې ټولو ته پر کور معاش حواله کړ. نړيوالې ټولنې د دغه بشري ناورين په ختمولو کې له امارت سره مناسب چلند ونه ښود.
(۱۱) له داعش او نورو افراطي ډلو سره جنګ. امريکا او متحدينو يې بار بار تائيد کړی،چې امارت د داعش او خوارجو سره په سخت جنګ کې ولاړ دي. امارت زموږ ګاونډيان او نړيوال مطمئن کړي چې له افغانستان څخه ګاونډيانو او نورې دنيا ته هېڅ ډول خطر نشته. خو نورو دا کار نه دی کړی؛ د امارت مخالفين يې ساتلي او د امارت ضد فعاليت ته يې تشويق کړي دي.
۱۲ افغانستان د سيمې د اتصال محور. تېر دوه سوه کاله افغانستان د لويو طاقتونو ترمنځ حائله نکته وه. اوس امارت کوښښ کوي چې افغانستان د سيمې او نړۍ د اتصال محور شي. د نړيوالو بنديزونو او نورو محدوديتونو سره سره، امارت کوښښ کوي چې افغانستان له سيمې او نړۍ سره د دوستۍ محل او د اتصال محور شي چې ګټه يې ځان، سيمې او نړيوالو، ټولو ته ورسېږي.
جناب عالي! نړيوالې ټولنې، له بده مرغه، د امارت دا دومره مثبتو اقداماتو او د نړيوالو سره د حسن تفاهم هڅو ته جدي توجه ونه کړه او د همکارۍ او باهمي تعاون هغه لاس چې امارت له لومړۍ ورځې نړيوالې ټولنې ته ور اوږد کړی و، ونه نيو. په نتيجه کې اوس د غرب او طالبانو ترمنځ د بې اعتمادۍ يوه فضاء رامنځته شوې،چې دوام يې مضر او رفع يې ضرور ده. زه کوښښ کوم د يو داسې چا په حيث چې په حالاتو آګاه يم د لارې په پيدا کېدو کې د ذيدخله اړخونو سره مرسته وکړم. غرب تور لګوي چې طالبانو په دوحه کې د خپلو وعدو خلاف کابل په زور ونيو. خو امارت دا نه مني او وايي چې د اشرف غني حکومت خپله له د ننه د امريکايانو په قوي نظامي حضور کې سقوط شو. غربيان همداسې ادعا کوي چې طالبان بشري حقوق نه مراعاتوي،خو امارت بيا وايي غرب نه په مذاکرات کې مخلص او نه په معاملات کې صادق دی؛ جنګ يې نه دی ختم کړی، بلکې د جنګ بڼه يې بدله کړې ده؛ امارت په رسميت نه پېژندل يې بېلګه ده. امارت ادعا کوي چې:
– جنګ تراوسه نه دی ختم. د افغانستان فضا اوس هم د امريکا په کنترول کې ده. امريکايي ډرون د افغانستان پر فضا شپه او ورځ ګرځي، د امارت مشران تهديدوي. دغه سبب دی چې د امارت ځوانانو لاتراوسه د آرام ساه نه ده اخيستې او د هرې ناګوارې واقعې لپاره په سنګر کې تيارسئ ناست دي.
– زهرجن تبليغات نه دي بند. که تاسې د غربي نړۍ هره رسنۍ ولولئ، راديو ته غوږ شئ او تلوېزيون وګورئ، د طالبانو او امارت پرضد تبليغات دي. غربي حکومتونه ټولو هغو رسنيو ته مالې مرستې ورکوي چې د امارت پرضد ناروا تبليغات کوي. د ټولو تلاش دادی چې امارت د دنياوالو په نظر په دروغو بدنام کړي. تبليغاتي جنګ لا نه دی ختم.
– د افغانستان په داخلي امورو کې مداخله: همدا اوس زموږ د ځينو ګاونډيانو په شمول يو شمېر هېوادونو نه يوازې د امارت دښمنانو ته پناه ورکړې ، بلکې هغوی ته يې د امارت پرضد د فعاليت اجازه هم ورکړې ده. د امارت دښمنان په دغو هيوادونه کې مجلسونه دائروي او دوی يې تمويلوي. تعجب دادی چې نړيواله ټولنه د امارت څخه غواړي چې د نورو هيوادونو په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي، خو دوی خپله د افغانستان په داخلي امورو کې ښکاره مداخله کوي.
د مغزونو اغوا. د افغانستان سره د دښمنۍ يوه بله مستنده موضوع له افغانستان څخه د مغزونو او قوه کار ايستل دي. د تېر رژيم له سقوطه وروسته تر دوو اونيو په کمه موده کې امريکا او ملګرو يې له افغانستان څخه تقريباْ ۱۲۳۰۰۰ افغانان په دغه تور وايستل او نور روان دي چې دغو کسانو د بهرنيانو سره کار کړی و او اوس يې امارت وژني. دا څومره ناروا ادعا وه او ده. امارت د هوايي ميدان او د هغو کسانو امنيت نيولی و، کوم چې الوتکو ته تلل. همدا اوس په افغان حکومت کې زرګونه مامورين دي چې غرب ته يې د مهاجرت فورمې ډکې کړې دي او په درواغو يې په کې ليکلي چې طالبان مو وژني؛ په داسې حال کې چې فعلاً له امارته معاش اخلي. امارت هغو کسانو ته لا څه نه وايي چې د هر هغه خارجي پر سينه يې د سرو زرو مډال ټومبلی و چې ډېر مجاهدين يې شهيدان کړي وو، نو دغه عادي کسانو ته به ولې څه وايي. امارت عفو ته متعهد دی،خو غرب د امارت دغه ټول د حسن نيت اقدامات بابېزه ګڼي.
– اقتصادي بنديزونه. د تېر رژيم د حکومت بودجه ۸۶٪ پر بهرنيو مرستو ولاړه وه چې اکثريت يې امريکا او ناټو تمويلول. په ۱۵ اګست ۲۰۲۱م کی د رژيم په سقوط سره امريکا او ملګرو يې يو دم هرڅه پر افغانانو بند کړل او نور نديزونه يې هم پر ولګول. دغه حالت پر افغانانو دسته جمعي لوږه تحميل کړه چې د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف او يو بشري ناورين دی. امريکا په افغانستان کې د خپل ملاتړي فاسد حکومت د ناکامۍ سزا مظلومو افغانانو ته ورکړه. په افغانستان کې هغه شل کاله چې د ډالرو باران و، ۴۸٪ افغانانو دملل متحد د راپور له مخې په فقر کې ژوند کاوه. امريکايانو د خپلو بنديزونو په سبب دغه رقم ۹۷٪ ته لوړ کړ چې د بشر له حقوقو ښکاره سرغړونه ده. ډېر افغانان سوال کوي چې آيا غرب رشتيا په افغانستان کې سوله غواړي؟ زه تاسو جناب عالي او نړيوالو ته د خطر زنګ وهم چې که پر افغانانو همدا بنديزونه او اقتصادي فشار ادامه پيدا کړي، يقيناً داعش او نور افراطي ډلو ته به اسانه وي چې له افغانانو عسکر جذب کړي.
– مالي فشار. د امريکا لخوا د افغانستان بانک د سرمايې ضبطولو د هيواد ټول اقتصاد بد متاثر کړی دی. د امريکا جمهور رئيس جوبايډن په ۱۱ فبرورۍ ۲۰۲۲م فرمان صادر کړ چې د افغانستان ۷ بيليون ډالره دي پر دوو برخو ووېشل شي،يوه برخه دې يې د هغو امريکايي عسکرو کورنيو ته ورکول شي چې افغانستان کې په جنګ کې وژل شوي وو او هم هغو کورنيو ته ورکول شي چې د سپتمبر ۱۱ په حادثه کې مړه شوي دي. يعنې نيمې پيسې بايد امريکا کې پاتې شي. دا بيا بله خبره ده چې معلومه نه ده د سپتمبر حادثه چا وکړه او که هرچا وکړه، يو افغان په هغه کې شامل نه و. او بل دا چې متجاوز عسکر ته به د هغه چا پيسه د پاداش په ډول ورکول کېږي چې د خپل وطن دفاع يې کړې ده. د فرمان له مخې نوره نيمه پيسه به د غربي نړۍ د انجو ګانو له لارې په افغانستان کې مصرفېږي. يعنې د افغانانو پيسې به افغانانو ته د افغانانو په لاس نه، بلکې د هغه چا لخوا ورکول کېږي چې تراوسه يې لا جنګ نه دی ختم کړی. دا پيسې به يقيناً د بهرنيانو په لوړو معاشاتو او په غير بشري فعاليتونو کې کارول کېږي.
– نړيوال مهاجرت ته تشويقول: پر افغانستان د اقتصادي بنديزونو د لګولو، پر افغانانو د ژوند د دائرې د تنګولو او زموږ د تعليم يافته طبقې د ايستلو له لارې، غرب ته غير حق مهاجرت او د مغزونو او قوه کار فرار تشويق کېږي. دا عمل په نړيواله سطحه د مهاجرت مشکل نور هم قصداً زيات او پېچلی کوي. دا يو بل بشري ناورين دی.
– پانګونې ته يوه لويه ضربه: اقتصادي بنديزونو او د افغانستان بانکي نظام فلجولو، ملي او بين المللي پانګوال سخت وېرولی دي. هغوی په افغانستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي. سربېره پر دغه، لويې نړيوالې کمپنۍ په افغانستان کې د امريکا د بنديزونو له ويرې پانګونه نه شي کولای.
– د بې اعتمادۍ فضاء. د افغانستان پر فضا د ډرون ګرځېدل، د امارت پر ضد غربي ميډيا کې ناروا تبليغات، مختلف نړيوال بنديزونه، له تور لېسته د امارت د مشرانو د نومونو نه ايسته کېدل، ټول، خلکو ته د غرب لخوا داسې پرېښول دي چې ګويا افغانستان کې امن او استقرار نشته. دا د افغانستان په داخلي امورو کې مداخله او د دښمنۍ اعمال دي. دغو کړنو امارت يو ډول مجبور کړی،چې د تېرو شلو کلونو سياسي او ټولنيز انکشاف ته په بله سترګه وګوري. د غرب سخت درېځۍ په امارت کې د سخت دريځو موقف تقويه کړی دی. ددغه کشمکش په نتيجه د عامو افغانانو سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوند سخت له ګواښ سره مخ شوی دی.
– افغانان په خپل تاريخ او ثقافت يو مغرور قوم دی او غواړي له نړيوالو سره په مساوي توګه د متقابل احترام پر بنياد ژوند وکړي. خو غرب په افغانستان کې د خپل ناکام حکومت سزا عامو افغانانو ته ورکوي، تحقيروي يې او فشارونه پرې واردوي. د ۲۰۲۱م اګست راهيسې امريکا د امارت سره په اخلاص خبرو ته نه ده کېناستلې. بلکې کوښښ يې کړی،چې د فشار له لارې هغه څه لاسته راوړي چې په نظامي لار يې ونکړای شو. د غرب او امارت تر منځ دغسې بې اعتمادي او تقابل بايد ختم شي. د دغه حالت ادامه د دواړو خواو په ضرر ده.
– نړيواله ټولنه بايد د افغانستان حکومت په رسميت وپېژني. په رسميت پېژندلو سره به نور امارت سخت دريځو ته چې د جنګ لاحقه ده، ضرورت نه لري او هغه ځوانان به چې اوس د يو مبادا لپاره په سنګر کې ناست دي، د وطن د آبادۍ لپاره وګومارل شي. دا وخت به افغانان د خپل سياسي، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره فکر او هڅې وکړي.
– نړالو مرستو ته ضرورت. امارت د افغانستان د سالم پرمختګ لپاره په حکومتولۍ، تعليم، معادن، اقتصاد، زراعت، برېښنا او ډېرو نورو برخو کې د نړيوالو مرستو ته ضرورت لري. د دې پرځای چې افغانستان له نړيوالې ټولنې تجريد شي، يا په امارت کې د تغييراتو لپاره نړيوال زور او فشار استعمال کړي، زما مشوره داده چې له انعطافه کار واخيستل شي او اوسنی تقابل په مقابل احترام او همکارۍ بدل شي.
– په دوحه کې قريب الوقوع کنفرانس چې ستاسې جناب عالي په مشرۍ د افغانستان په باره کې دائرېږي، يو امتحان دی چې آيا نړيواله ټولنه د افغانستان د آرامۍ او د دغه جنګ ځپلي هيواد سره د سولې او دوامداره همکارۍ اراده لري؟ آيا دوی غواړي افغانستان کې امن وي؟ دا د نړيوالې ټولنې او امارت دنده ده چې د تفاهم او همکارۍ پر لور مثبت قدم واخلي. د امارت په رسميت پېژندلو سره د تهمتونو اوسنۍ کرغېړنه بازي چې يو بل ملامتوي، ختمېږي. که امارت په رسميت وپېژندل شي، د نړيوال نظم او د ملګرو ملتونو د مؤسسې د چارټر په مراعات به مجبور وي او د امارت له خود سريو هغه ګيلې به ختمې شي چې اوس يې نړيوال اکثره د فشار په منظور راپورته کوي.
– که امارت د اسلامي همکارۍ د سازمان لخوا په رسميت وپېژندل شي، د افغانستان اړيکې به د اسلامي نړۍ سره وده وکړي، اسلامي معلومات به سره تبادله شي او د اسلامي نړۍ د علماوو هغه سؤالونو ته به حل پيدا شي چې اوس يې له لرې مطرح کوي.
– ډپلوماتيک پرمختګ. افغانستان په نړۍ کې ۶۰ سفارتونه لري. که امارت په رسميت وپېژندل شي او هر سفارت ته شل تنه ديپلوماتان واستول شي، دوه کاله وروسته به هغوی خارجي ژبې زده کړې وي، اولادونو به يې هلته تعليم کړی وي او له دنيا سره به يې راشه درشه کتلې وي؛ له نورو به يې زده کړي او نورو ته به يې ور زده کړي وي. له دې لارې به ډېرو مثبتو تغييراتو ته لاره هواره شي.
– په رسميت پېژندل به داخلي او خارجي پانګونه تشويق کړي، د افغانستان بانکي نظام او تجارت به سم او وده وکړي؛ لوږه به ورکه شي او افغانستان به د غذايي لحاظه خودکفاء شي. دا به د غرب خلاف د افغانانو غصه کمه کړي، او د داعش او نورو افراطي ډلو لپاره به سخته کړي چې له افغانانو به د خپلو اهدافو لپاره په اسانه جذب وکړي.
– د افغانستان په مورد کې د نړيوالې ټولنې لخوا يوه د همکارۍ مناسبه پاليسي به په امارت کې د هغو کسانو لاس مضبوط کړي چې غواړي افغانستان پرمختګ وکړي.
– د امارت په رسميت پېژندلو سره به مثبتو تغييراتو ته نوره هم لاره هواره شي. په نړيواله سطحه په رسميت پېژندل شوی امارت به د ملل متحد هغه تشويشونه رفع کړي چې د اقليتونو او بشري حقوق په مورد کې يې لري.
– افغانستان غني هيواد دی. افغانستان د طبيعي زېرمو له پلوه ډېر غني دی. که افغانستان په رسميت وپېژندل شي، زموږ ګاونډي او نړيوال پانګوال به د افغانستان د معادنو څخه د استفادې غټه موقع پيدا کړي.
– افغانستان د اتصال محور. که امارت په رسميت وپېژندل شي، افغانستان به خپل جغرافيايي موقيت په خپل ګټي، د سيمې او نړۍ په ګټه وکاروي. افغانستان به د وصل د محور په توګه مرکزي ايشيا د جنوبي ايشيا او ليري شرق به د غربي او جنوبي ايشيا سره ونښلوي. هغه هيواد چې دوه سوه کاله يې سيمه سره جلا کړې وه، اوس به د تجارت او راکړه ورکړه فعاله څلور لارې شي.
– طالبان ملتپاله خلک دي چې غواړي د خپل ثقافت په تحفظ سره د خپل وطن دفاع وکړي او هغه آباد کړي. چا ته يې د ضرر اراده نشته. د خپل مذهبي او ثقافي شرائطو په نظر کې نيولو سره غواړي د دنيا سره مسالمت آميزه د همکارۍ تعامل ولري. زما مشوره بهرني دوستانو ته داده چې امارت مه مجبوروئ چې ستاسو مخالفينو ته مخ واړوي.
– امريکا ادعا کوي چې په ۲۰۰۱م کې افغانستان ته د دې لپاره ولاړه چې افراطي ډلې چې د نړۍ امن يې خراباوه وځپي. د دې لپاره چې افغانستان د افراطي ډلو ځاله نه شي او بيا امريکا مداخلې ته اړه نه شي، بايد د افغانستان اوسنی تجريد نور ختم شي. تېرې ترخې تجربې تکرارول دواړو خواو ته نه دي په کار. له امارت سره دي چې اوس پر اوضاع مکمل کنترول لري او غواړي د نړيوالې ټولنې سره همکاري وکړي، د تفاهم لاره غوره او په رسميت وپېژندل شي. امارت ته بايد د حسن تفاهم او متقابل احترام پر بنياد فرصت ورکول شي چې نړيوالې ذمه وارۍ ترسره او د سيمې او نړۍ په ثبات او ازدهار کې خپل مثبت کردار اداء کړي.
ډېره مننه.
داکتر فاروق اعظم
د پوهنې پخوانی وزير
د مهاجرينو پخوانی وزير
Tel. +93 703 55 00 80 Email: azamfarouq@gmail.com

فاروق اعظم يم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *