افغانستان

ملګري ملتونه: ۲۹۵ زرو افغانانو ته مو سولري برېښنا برابره کړې

د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره وایي، تېر۲۰۲۲ کال یې په افغانستان کې د سولري برېښنا د ۳۹۰ سیستمونو په نصبولو او د څه باندې ۶ زره د سولري انرژۍ دستګاو په وېشلو سره په دې هېواد کې ۲۹۵ زره کسانو ته د برېښنا انرژي برابره کړې ده. د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې پرون ویلي چې د پاکې او د تجدید وړ انرژۍ څخه په استفادې کورنۍ کولی شي خپل کورونه ګرم کړي، روغتونونه فعالیت کولی شي اوسوداګریزې چارې هم ارزښتناکه کاري فرصتونو ته دوام ورکولی شي. د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې ویلي، په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. افغانستان سره له دې چې د لسګونو زره مېګاواټه برېښنا د تولید طرفیت لري خو د اړتیا وړ ډېره برېښنا له بهره وارودي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *