افغانستان

ملگري ملتونو: افغانستان کې له بې سرپرسته کروندګرو ښځو سره مرسته کوو

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان وايي، افغانستان د دغه سازمان بېړنیو پروګرامونو ته اړتیا لري. د کرنې او خوړو سازمان مسوولین زیاتوي په تېر کال کې یې د افغانستان په کلیو او بانډو کې یې له شپږ میلیونه کسانو سره مرستې کړې دي. دوی ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې به له هغو ښځینه کروندګرو سره چې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري د نغدو پيسو مرسته هم وکړي. بلخوا د کرنې اومالدارۍ خونه وايي، چې د سیلابونو بهېدو د کروندګرو ستونزې زیاتې کړې دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې له افغانستان سره یې د حیواني خوړو په برخه کې مرسته کړې ده او له ښځینه کروندګرو سره به د دغه سازمان مرستې روانې وي، خو د ښځينه کروندګرو د ټولنې رییسه وايي، چې د دغه سازمان مرستې یې نه دي ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *