بېلابېلې لیکنېلیکنې

مور او هغې حقوق !

الله جل جلاله مور و پلار ته ستر شان او عزت ورکړی ، له خپل حق سره جوخت یې د هغوی د حق یادونه کړې ده: «او ستا رب جل جلاله دا حکم کړی چې له هغه پرته د بل چا عبادت مه کوئ او له مور و پلار سره ښه چلن کوئ، که مور و پلار کې یو یا دواړه ستا په شتون کې زړښت ته ورسېدل (اُف) هم مه ورته وایه.» د اسراء سورت[23] ایت. همدا میندې دي چې د الله جل جلاله د نازولیو رسولانو او انبیاؤ علیهم السلام روزنه او پالنه یې کړې ده، چې هغوی بیا له بعثته وروسته خپلو اُمتونو ته (د مؤمن به) څيزونو درسونه ورکړي او د بېلارېتوب له کندو یې د حق او حقانیت پراخه رڼه ډګر ته رابللي دي، همداراز د نړۍ نور غوره او د الله جل جلاله محبوب بنده ګان هم میندو پيدا کړي، روزلي او پاللي دي، چې هغوی د نورو انسانانو لپاره د دنیا او اخرت د نېکمرغۍ او سعادت لامل ګرځېدلي دي. ادې او مور هغه خوږه کلمه ده چې په اورېدو یې د اولادونو زړونه باغ باغ کېږي، پرې خوښېږي اوخوشالېږي. نېکمرغه او بختور هغه دي چې مور و پلار یې ژوندي وي او د هغو خدمت وکړي؛ ځکه مور او پلار په کوچنیوالي کې د خپل اولاد لپاره اوږدې اوږدې سړې شپې ويښې تېروي، همدا مورانې د هغوی (اولاد) په خاطر هر ډول کړاوونه او ستونزې ګالي.
هو! مورانې خپل اولادونه ۹ میاشتې په ګېډو ګرځوي او پر وړاندې يې لسګونه ستونزې زغمي، چې ماشوم (زوی یا لور) دنیا ته تشریف راوړي، بیا یې په ښوونه، روزنه او پالنه کې هڅه او هاند کوي. په نړۍ کې ډېر علماء، فقهاء او پوهان تېر شوي، چې مورانو یې ښه ښوونه او روزنه کړې او لویو لویو پوړیو ته رسېدلي، ستر ستر علماء ترې جوړ شوي او غټ غټ کارونه یې د اسلام لپاره کړي دي، لکه امام احمد دخپلې مور په واسطه امامت او اجتهاد مقام ترلا سه کړ،همدا راز امام ابن حجر رحمه الله د خپلې خور په لاسونو دومره ستر مقام ته ورسېده. امام بخاري رحمه الله یتیم و، مور یې پالنه او روزنه وکړه . یعنی امام بخاري رحمه الله د نبوي احادیثو داسې کتاب ولیکه، چې له قرآن کریم نه وروسته هغه لومړی مقام لري.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم لا پيدا شوی نه و، چې عزتمن پلار یې وفات شو او د ده پالنه د ده ګرانې مور وکړه او په ډېره غوره توګه یې د هغه پالنه او رزنه وکړه.
په شلمه پېړۍ کې د مور ورځ نمانځل پيل شول او دا تر اسلامي نړۍ پورې را ورسېده چې اوس د اسلامي نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دا ورځ نمانځل کیږي، غونډې او جلسې دایرېږي، د مورانو د حقوقو په اړه اوږدې اوږدې ویناوې کېږي، هره ورځ د مور و پلار ورځ ده، باید هره شپه او ګړۍ د مور د خوښۍ لپاره وي، تل په ورین تندي ورته وګورو، قدر او درناوی یې کړو. مور او پلار ډېرحقونه لري، یو څو دلته بیانېږي:
۱ ــ له مور او پلار سره خورا زیاته نیکي کول
۲ ــ له مور و پلار سره ښېګڼه کول.
۳ ــ د مور و پلاری خبره منل او اطاعت يې کول.
۴ ــ چې د خالق جل جلاله نافرماني نه راځي، په هغو کارونو کې د مور و پلار فرمان منل.
۵ ــ د مور و پلار شرعي اوامر منل، هم په دنیا کې ګټه لري او هم په اخرت کې. او برعکس نافرماني یې په دواړو جهانونو کې زیانمنه ده.
اسلام مور و پلار ته ستر مقام وربښلی دی؛ ځکه خو الحمدلله په دې سپېڅلي دین کې د کورنۍ رسم موجود دی، مور و پلار، اولاد او اِنګور په یو کور کې اوسېږي، د کور ټول غړي د مور و پلار قدر او عزت کوي، خدمت یې عبادت ګڼي، زموږ کورنی ژوند د لوېدیځوالو غوندې نه دی، چې مور و پلار یې زړښت ته ورسېږي، نو د زَړو په سرکاري هستوګنځایونو کې یې واچوي او اولاد پښې ترې سپکې کړي. ولې مسلمانان د مور و پلار خدمت له خپلو اهمو دندو ګڼي. د مور ورځ په رسنیو کې په تشو الفاظو لمانځل نه دي پکار، د هغو[مور وپلار] خدمت کول لازم دي دواړه تل خوښ او خوشاله ساتل په کار دي.

خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *