افغانستان

مولوي امیرخان متقي: پاکستان دې د سیال هېواد په توګه له افغانستان سره چلند وکړي

شریعت: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پرون د مالي جریمو معافیت د صنعت او تجارت ملاتړ تر سلیک لاندې غونډې ته وویل،

شریعت: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پرون د مالي جریمو معافیت د صنعت او تجارت ملاتړ تر سلیک لاندې غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې امن او ثبات د سیمې د ټولې هېوادونو په ګټه دی او اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ ولاړو دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دی.

مقتي همدارنګه زیاته کړه، چې پاکستان باید له افغانستان سره د سیال هېواد په توګه چلند وکړي او ستونزې بايد د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې هوارې شي.

نوموړي په ټینګار سره وویل، چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې د هیچا په ګټه نه دي او دواړه هېوادونه باید پر متقابل احترام ولاړو اړیکو ته ژمن پاتې شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې اوسمهال پاکستاني سوداګر منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې د خپلو سوداګریزو توکو د وړلو اجازه لري او افغان سوداګرو هم باید نړۍ ته د یاد هېواد له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد اجازه ولري.

مولوي امیرخان متقي ډاډ ورکړ، چې اوسمهال په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت ټینګ دی او افغان ځواکونه د خپل هېواد د سرحدونو د ساتنې جوګه شوي دي.

متقي زیاته کړه، چې اوسمهال ګاونډي هېوادونه د افغانستان پر ځمکني حریم او حتی یوې لوېشتې خاورې د تېري کولو جرات نشي کولای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *