ټولنه اوکلتورلیکنې

مولوي صاحب… !

تېره ورځ مو دستار بندي وه ، چې د تعليمي دور د پای او د معلمي دور د پيل نسبت ورته کيږي.

ابودجانه «مصباح»

تېره ورځ مو دستار بندي وه ، چې د تعليمي دور د پای او د معلمي دور د پيل نسبت ورته کيږي.

نن په ښار کې مارسډيز موټر ته پورته شوم ، هماغه د دستار بندي د ورځې په سپين لباس کې وم ، لږه شيبه وروسته مې  غږ واورېد چې : مولوي صاحب کرايه راکړه!

فکر مې شو چې کلينر ماته سترګې نيولې دي، ژر مې کرايه ورکړه خو په ياد غږ سره مې دماغو جټکه وخوړله احساسات مې طوفاني شول او هيجان واخيستم چې دا خو ماته وايي.

زما رنګ او سليقه د ملايانو ده، کالي او څادر مې سپين دي او پټکی مې په سر دی.

په موټر کې ناست وم سوچ يوړم او د کلينر غږ مې غوږونو کې انګازې کولې چې مولوي صاحب……..

په ذهن کې مې رنګارنګ پوښتنې راولاړېدلې چې اوس خو درته د ملا نسبت کيږي ، اوس دې مسوليتونه لوړ شول ، اوس به د ټولنې مقتدا جوړيږې ، اوس به خلکو ته نېکه لاره ښايې ، اوس به معنی دار ژوند کوې ، اوس دې جامې سپينې دي ، اوس له ډېرو شيانو څخه بندي شوې ، اوس به خلک ستا په کړنو دليل نيسي ، اوس  د خلکو د ويښتابه دنده غاړې ته در ولوېده ، اوس ته د ټولنې له معززو وګړو څخه شمار شوې ، اوس دې له نوم سره د (مولوي) او (ملا) مختاړی او د (صاحب) وروستاړی ولګېد ، اوس به کړی تعليم تر نورو رسوې او اوس به د نوي نسل د سالمې روزنې سخت مسؤليت ته اوږه ورکوې!!!!!!

دا هر څۀ به څنګه کيږي؟ په تا کې دومره توان شته؟ ته به د خپل منصب قدر وکړی شې ؟ ته به خپله سپينه جامه سپينه وساتې ؟

په همدې پوښتنو کې مې فکر بل لوري ته لاړ، د کوچنيوالي زمانې ته لاړم هغه ورځې رايادې شوې چې نوې مې په سبق شروع کړې وه ، جومات ته به سبق ته تلم او په مونځ ودرېدم ، په کور کې به ټولو په عذابولم چې څوک نوي په لمونځ ودريږي يوه جمعه به ډوډۍ نه خوري او ما به ژړل. بيا را ستر شوم او د مکتب سره سره مې حفظ هم شروع کړ ، د حفظ دوران بيا د پاچاهي ژوند وو ، له سرور او خوشحاليو ډک ژوند وو ، هغه ورځ به مو ډېره په خوشحالۍ تېرېدله چې نوی سبق ، سبقي او منزل به مو ښه ياد وو.

 د وظيفې راټولولو صحنې او خاطرې رامخکې شوې او هغې ورځې ته يې ورسولم چې په زياته واوره کې مو وظيفه راټولوله او د سپيو له ډاره به مو د وظيفې له بوجۍ او د ترکاري له بالټي سره ډانګ هم ګرځاوو.

د حفظ د تکمیل ، دستار بندي او دور په وختونو تېر شوم او د صرف بهايي او ميزان الصرف په بابونو ودرېدم د ضرب ضربا ضربوا ګردان مې وکړ ، د شمه کتاب بيتونه مې تکرار کړل، د فقهې بابونه ، د نحوې ترکيبونه ، د منطقو قضيې، د کافيې سختي او بيا د جامي صاحب تحقيقونه………

بل لوري ته مې د بې وسۍ او غريبۍ هغه ورځې رايادې شوې چې د تعليمي دوران له سترو امتحانونو او ننګونو څخه شمېرل کېږي.

هغه ملګري راياد شول چې د حفظ او کتابونو په دوران کې ملګري وو او اوس تر خاورو لاندې دي.

هغه کړس کړس خندا پسې مې آرمان وکړ چې د سبقونو په دوران کې مو له هغو ملګرو سره کولې چې وروسته د دين په ننګ ټوک _ ټوک شول.

بيرته هغه وخت ته وګرځېدم چې له دولس کلنۍ څخه به د پلار او وروڼو په شمول زه هم د چاپو له ډاره له کور څخه فراري وم، د دوهمې درجې کتابونو پر وخت مې لږ لږ ګيره راختلې وه او تېل مې زيات ورکول چې ژر غټه شي د کال د سبقونو له ختمېدو يوه مياشت مخکې کور او بيا مرکز ته ولاړم او خپل پلار/استاد/آمر ته مې ويل چې زما هم ګيره راغله او نور جهاد کوم، هغه راته په جواب کې وويل چې که جهاد ونه کړې بې غيرته به يې خو سبق به خامخا ورسره وايې.

په هغه شيبه هم تم او بيا موسک شوم چې ملګري کمين ته تلل او زه يې له تګ نه منع کړم زه په ژړا شوم او په بله ورځ بيا زه تللم او دوه نورو ملګرو ژړل چې اوس دواړه شهيدان دي.

د فکر آس مې د سبقونو او انقلاب په خاطرو ځغلنده مزل کاوو چې بېرته خپل سوالونه را ياد شول.

څه به کوم ؟ دا دروند پېټی به څنګه وړم؟ څنګه به د خلکو فکري روزنه ښه وکړای شم ؟ څنګه او څنګه ………….

منزل ته تر رسېدو مې زړه ، ذهن او فکر ټول په دې موافق شول چې د دې دروند مسؤلیت لپاره بايد د اسلافو ژوند ته رجوع وکړې او په دقت يې مطالعه کړې ، د هغوی د علمي سفر تجربې او اغيزمنې لارې په نظر کې ونيسې او د هغوی د قدم په نقش روان شې.

ځکه چې د خلکو په نظر او عامه اصطلاح کې ته مخکې مصروف او اوس فارغ شوې خو په حقيقت کې ته مخکې فارغ او اوس مصروف شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *