افغانستان

مولوي عبدالکبیر: د پولیسو مسلکيتوب یوه اړتیا ده

‏د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر تېره ورځ د زابل او لغمان له امنیه قومندانانو او د پاکستان په کراچۍ ښار کې له افغان قونسل سره په جلا جلا توګه وکتل.د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې په دې کتنه د زابل امنیه قومندان قاري صلاح الدین او د لغمان امنیه قومندان مولوي نجیب الله په دغو ولایتونو کې د امنیتي حالت او د پولیسو د روزنې په هکله د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل ته هر اړخيز معلومات ورکړل.
دوی وویل، د کورنیو چارو وزارت له لارښوونو سره سم په یادو ولایتونو کې د پولیسو لیکې منظمې شوې او د روزنې لړۍ يې لا هم روانه ده.
همدا راز د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان قونسل مولوي سید عبدالجبار وویل، چې د دوی او اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په هڅو له پاکستاني زندانونو ګڼ شمېر افغان بندیان راخلاص شوي او د اسلامي امارت له لوري ورته تر کابله د راتګ زمینه هم برابره شوې ده.
‏د نوموړي په خبره په کراچۍ ښار کې قونسلي خدمتونه په عادي توګه روان دي او هره ورځ ورته لسګونه افغانان مراجعه کوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر راغلو مسوولینو ته د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پولیسو مسلکيتوب یوه اړتیا ده او باید دې برخې ته بشپړ پام وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې، په کراچۍ ښار کې د قونسلګرۍ پر لا غوره او چټکو خدماتو ټینګار وکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *