افغانستان

مولوي عبدالکبیر: راځئ د افغانستان جوړولو لپاره په ګډه کار وکړو

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د استاد قاضي ګل الرحمن په مشرۍ د پوهنتونونو له یو شمېر متقاعدو استادانو سره په کتنه کې وویل، چې راځئ د افغانستان په جوړولو او د اسلامي نظام په ثبات کې په ګډه کار وکړو.
د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادو استادانو د اسلامي امارت له مشرانو مننه وکړه، چې تل یې خپلې دروازې د ملت پر مخ پرانيستي او د ملت غوښتنې په سړه سینه اوري.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دوی زياته کړه، ولسونه باید د شته نظام د بقا او ثبات لپاره له فرصتونو استفاده وکړي، ځکه افغانان په تېرو څو لسیزو کې له جنګ ډېر کړېدلي؛ نور له جنګ نفرت کوي او په هېواد کې له اسلامي نظام او امنیت څخه خوښ دي.
سرچینې په وینا، مولوي عبدالکبیر له دوی څخه د مننې ترڅنګ وویل، د اسلامي نظام په ټینګښت کې د افغانانو قربانۍ او له مجاهدینو سره یې همکارۍ د ستایلو وړ دي، اسلامي امارت ویاړي چې بانفوذه څېرې او د پوهنتونونو او مدرسو استادان ورسره همکاري کوي او له دوی سره خپلې مشورې شریکوي.
د دې کتنې په پای کې مولوي عبدالکبیر وویل، راځئ د افغانستان په جوړولو او د اسلامي نظام په ثبات کې په ګډه کار وکړو او د نظام د پیاوړتیا او د هېواد رغولو کې خپلې مشورې راسره شریکې کړئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *