افغانستان

مولوي عبدالکبیر: له طبیعي پېښو د زیانمنو سیمو د پېژندنې ظرفیتونه دې لوړ شي

د ریاست الوزراء کفیل، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ته ویلی دي چې باید په کور دننه طبیعي پېښو ته په کتو د مرستو رسولو، د زیانمنېدونکو سیمو د پېژندنې او مخنیوي ظرفیتونه لوړ شي. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر تیره ورځ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزیر ملا محمد عباس آخوند سره وکتل.
په دغه کتنه کې پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر د خپلو وروسیتو کړنو، پلانونو او پېښو ته د رسېدو لپاره د یاد وزارت د چمتوالي په اړه د مالوماتو ورکولو پرمهال وویل چې شته امکاناتو ته په پام د پېښو پر مهال مرستې رسونې ته چمتووالی لري او له مرستندویه بنسټونو سره په خبرو بوخت دي، تر څو خپل امکانات ډېر کړي.
نوموړي وچکالي او د اوبو د سطحې کمښت جدي ننګونه وبلله، چې له امله یې هېوادوالو ته ګڼې ستونزې رامنځته شوې دي.
د ریاست الوزرا کفیل، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت څخه په مننې وویل چې باید په کور دننه طبیعي پېښو ته په کتو د مرستو رسولو، د زیانمنېدونکو سیمو د پېژندنې او مخنیوي ظرفیتونه لوړ او په ټولو زیانمنو سیمو کې مرستندویه رضاکاران فعال شي.
مولوي عبدالکبیر د یادې ادارې د ستونزو د حل او وړاندېزونو ته د رسیدنې په موخه اړونده ادارو ته د لازمو سپارښتنو ژمنه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *