افغانستان

مولوي مطیع الحق خالص: د لا ډېرو مرستو راجلبولو په هڅه کې يو

په روزګان کې د افغاني سرې میاشتې د استازو پرانیست غونډه د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په ګډون ترسره شوه.
دې غونډې ته د وینا پر مهال مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې په ټولنه کې د استازو د رامنځته کولو موخه یې د استازو له لوري موږ ته سخت ترین اړمن راپېژندلي دي.
خالص زیاته کړه، : «د هېواد میلیونونو وګړو ته د مرستې لاس ورکول د چا له وسه نده پوره، خو موږ هڅه کوو تر خپلې وسې سخت ترینو اړمنو ته مرستې ورسوو.»
نوموړي وویل، چې هڅه کوو له مرسته کوونکو بنسټونو ډېرې مرستې راجلب کړو او تر اړمنو یې ورسوو.
ورته مهال غونډې ته د ګډونوالو په استازیتوب په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې ۲ استازو ملا داد محمد او مولوي عصمت الله عاصم وویل، چې په روزګان کې وروسته پاتې، وچکالۍ ځپلی او بې پاملرنې ولایت دی، چې لازمې پاملرنې ته اړتیا لري.
دوی ژمنه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې مرسته او ملاتړ به کوي او له تګلارې سره سم به سخت اړمن ور وپېژني.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې په میدان وردګو، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې استازو پرانیسته کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *