دینې لیکنې

مونږ ولې د اندلس تاریخ مطالعه کوو؟

د اندلس د فتحې زمانه! اندلس په کومه زمانه کې فتحه شو ؟ دا یو مهم سوال دی، ځکه پدې باندې باید وپوهیږو چې

نوم ورکی مجاهد / څلورمه برخه

د اندلس د فتحې زمانه!
اندلس په کومه زمانه کې فتحه شو ؟ دا یو مهم سوال دی، ځکه پدې باندې باید وپوهیږو چې د اندلس فتحه د کوم خلیفه په زمانه کې شوې ده .
د اندلس فتحه په ۹۲ هـ کال کې چې ولید ابن عبدالملک ( رحمه الله ) د خلافت زمانه وه ، یعني د امویانو د خلافت زمانه وه سرته ورسیده. ولید ابن عبدالملک اموی ( رحمه الله ) په ۸۶ هـ. چې د ۷۰۵ م سره سمون خوري خلیفه شو او په ۹۶ هـ چې د ۷۱۵ م سره سمون خوري وفات شوی ده ، نو په دې حساب سره ویلای شو چې د اندلس فتحه د ولید ابن عبدالملک
( رحمه الله) د خلافت په نیمايي کې سرته ورسیده او دغه تاریخ مونږ په اموی دولت باندې د بحث لپاره د اسلام تاریخ ته بیايي، ځکه د هغوي په باره کې خلکو زیات دروغ ویلي او غلطې پیښې ېې په هغوي پورې تړلي دي او ویلي دي چې اسلامي تاریخ یوازې د ابوبکر (رضی الله عنه ) او عمر (رضی الله عنه) په زمانه کې وجود درلود او حتی د ابوبکر (رضی الله عنه ) او عمر (رضی الله عنه ) په تاریخ پورې ېې هم رسه د ټولو فضیلیتونو او خوبیانو بدې ویناوې کړې دي، چې د دغو خلکو هدف د هیڅ چا څخه هم پټ ندی، ځکه دغه خلک اراده لري ، چې اسلامي تاریخ په صحیح ډول د خلکو اذهانو ته ونه رسیږي، نو ایا که چیرته د هغوي یعني د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) زمانې ته د نږدې کسانو شان په دې قسم ته وای او یا د بني امیه او بنی عباس شان پدې قسم وای، لکه څنګه چې ځینو خلکو بیان کړي دي ، نو هغوی بیا کولای شوای چې دومره عظیم فتوحات سرته ورسوي؟ نه داسې نده ، لکه څنګه چې ځینو خلکو د حقیقت او واقعیت څخه لیرې خرابې کړې دي، بلکې د هغوی هدف یوازې او یوازې دا وو، چې د الله تعالی (جل جلاله) په دې مبارک ایت کې فرمایی:
ژباړه : اراده لري ( کتابیان) دا چې مړ کړي نور (شريعت) د الله (جل جلاله )په خپلو خولو او منع راوړي نه خوښوي ( الله جل جلاله) خو پوره کوي نور (شريعت) خپل او اګر که کافران دا کار بد ګڼي.
زمونږ او د هغوی جنګونه څوک ملامت دي!
ځینې داسې خلک هم شته چې وايي: اوسني زمانه د فتوحاتو او عسکري جنګونو زمانه نه ده، بلکې اوسنی زمانه د سولې، سیاست او مصلحت لرونکو مذاکراتو زمانه ده، خو حقيقت داسې نه دی، ځکه مونږ ګورو چې نظامی جنګونه په ټولو زمانو کې جریان کې دي، خو سره ددې هم هغوی مسلمانان د خپلو پخوانیو فتحو په اساس چې په افریقا، فارس، اندلس او نورو ځايونو کې ېې سرته رسولي دي ملامتوي.
ولې اسراييل سره د ټولو جناياتو چې په فلسطین کې ېې ترسره کوي، همدرانګه چې په ۱۹۶۷ م کال کې ېې په مصر او سوريه کې تر سره کړل او همدارنګه چې د ۱۸ کلونو په موده کې ېې په لبنان کې کوم جنایات ترسره کړل، نه ملامتوي، ولې مسلمانان چې د مسلمانانو په داخليدو سره په هغو هېوادو کې عدل، رحمت او د یو الله تعالی عبادت خپرېده، ملامتوي ؟
اسراييل نه ملامتوي، سره د دې چې اسراييل کوم هېوادونه اشغال کړي په هغو کې یې داسې جنایات ترسره چې انسانیت ترې شرميږي، هره ورځ د فلسطيانو ځمکې غصب کوي، ماشومان یې وژني، او ښځې ېې بې پته کوي، خو مسلمانان چې په خپلو فتوحاتو سره ېې نړي ته د امن پیغام رساوه، ملامتوي ،
همدارنګه امريکا نه ملامتوي چې د سوډان په خرطوم کې د دوا په فابريکه ېې بمباري وکړه، امريکا چې په عراق ېې حمله وکړه او هغه ېې تباه کړ، اقتصاد ېې ورختم کړ او زيات خلک ېې شهيدان کړل، هغوي نه ملامتوي، خو مسلمانان چې د علم د نشر، د رحمت او عدل د راوستلو لپاره نورو هېوادونو ته تلل ملامتوي.
په بوسنیا او هرزه ګونيا کې چې کوم ظلمونه عېسايانو وکړل هغوي نه ملامتوي، په افغانستان کې چې کوم ظلمونه امريکا وکړل هغه نه ملامتوي، ولې مسلمانان چې په نړۍ کې ېې امن او عدل قاېمول غوښتل هغوي ملامتوي.
مسلمانان د هغو جمهوریتونو په فتحه کولو سره چې د روسیې په جنوب کې پراته دی ملامتوي، خو روس او چين چې په دغو ممالکو څومره ظلمونه وکړل نه ملامتوي.
آيا دغه ملامتيا بايد مسلمانانو ته راجع شي، چې په نړۍ کې ېې امن او امان او عدل راوړل غوښتل او که هغوي ته بايد دغه ملامتي راجع شي چې د تمدن، مدنيت او پرمختګ په نوم، د نورو ملتونو ازادۍ سلبوي او په هغوي باندې هر قسم ظلم چې د دوي خوښه وي؛ ترسره کوي ؟
د اسلام تاریخ د شرافت، عزت او امن څخه ډک دی او هغه خلک چې مسلمانانو د خپل تېرو فتحو په اساس ملامتوي، دوي په حقیقت کې مسلمانان د خپل تاريخ څخه متنفره کوي او دا کوښښ کوي تر څو مسلمانان په خپل تېر تاريخ باندې د شرم احساس وکړي، ولې په حقیقت کې د اسلام تاریخ د داسې پاکو او صافو صفحو څخه ډک دی، چې د مسلمانانو قدر او شان اوچتوي.
په حقيقت کې شرم څخه ډک او ملامت هغه څوک دی، چې د تمدن په نوم د نورو ټولنو ازادۍ سلبوي او فحشاء رواجوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *