افغانستان

میدان وردګو کې د افغاني سرې میاشتې د استازو پرانیستې غونډه جوړه شوه

په میدان وردګو کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې د استازو پرانیستغونډه د ټولنې، ولسي وګړو او د افغاني سرې میاشتې تر منځه د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.
ناستې ته د وینا پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ګډونوالو ته له ښه راغلاست وروسته وویل، چې د ټولنې ستونزو ته د رسېدنې او په سمه توګه دوی ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې پرېکړه وکړه، چې په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې د استازو بهیر پیل کړي.
خالص ټولنه کې ټاکل شویو استازو ته په وینا کې وویل: « له نن وروسته به تاسې له مونږ سره د اړمنو وګړو راپېژندلو کې همکاري کوئ، د افغاني سرې میاشتې خدمتونو کې که کومه نیمګړتیا ولیدل شي تاسې به یې له مونږ سره شریکوئ او مونږ به د نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره لاس په کار کېږو.»
غونډې ته د افغاني سرې میاشتې ټاکل شویو استازو وویل: « مونږ به د وګړو ترمنځ له کوم توپیر پرته د افغاني سرې میاشتې همکار یو او له اصولو سره سم به اړمن افغاني سرې میاشتې ته ور پېژنو.»
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *