افغانستان

میدان وردګو کې یولک حیوانات واکسینېږي

د میدان وردګو په ټولو ولسوالیو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د FAO موسسې په مالي لګښت حیواناتو ته د Lumpy Skin disease یا پوستکي دانې ناروغۍ په مقابل کې ۹۹ زره ډوزه واکسینو د تطبیق کمپاین پیل شو. په دغه ولایت کې د FAO موسسې مسول حامد سليمي وویل، چې Lumpy Skin یوه ساري ناروغي ده، په افريقايي هېوادونو کې رامنځته شوې او تر افغانستان پورې را ورسېده ګڼ شمېر څاروي یې ووژل نو په همدې موخه مو د مالدارانو د ملاتړ لپاره د دغې ناروغۍ ضد واکسینو کمپاین پیل کړ، چې پرې ۶ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي. ورته مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمر محمدالله شهید زوی وویل، چې د دغه واکسینو د تطبيق لپاره مو د میدان وردګو له هرې ولسوالۍ څخه ۲ تنه حیواني ډاکټران را غوښتي تر څو یاد واکسين د ۲ میاشتو په موده کې تطبيق کړي. د یادونې وړ ده، چې د واکسینو په دغه کمپاين کې چې دوه میاشتې به دوام وکړي یوازې غوا او خوسکيو ته واکسین ور کول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *