روغتیا

نری رنځ یا توبر کلوز

نژدې ۱۳۵ کاله مخکي آلمانی ډاکټر او ميکروب پيژندونکی روبرت کخ، وتوانېد چي پاتوژن يا د نري رنځ ناروغۍ د توليد عامل کشف کړي. د روغتيا نړيوال سازمان په حواله هرکال له دغي ناروغۍ ۴۵۰۰ کسان مري او ۲۸زره کسان نور پرې اخته کيږي، چې ډيری یې کوچنيان دي.
زموږ خبريال ابوالفاتح د دغې ناروغۍ د نښو نښانو، وقايې او درملنې په اړه له ډاکتر روح الله سره غږېدلی او لاندې معلومات يې چمتو کړي:
پوښتنه: نری رنځ یا توبر کلوز څه ډول ناروغي ده؟
ځواب: نری رنځ، تبرکلوز، سل مرض يا TB یو ډول خطرناکه ناروغي ده، د (Mycobacterium tuberculosis) په نوم د يوې مضرې بکتريا په وسيلې رامنځ ته کيږي، چې له يو کس څخه بل کس ته په اسانۍ سره انتقاليږي، سږي د بريد لاندې نيسي او د بې پروايۍ په صورت کې د مړينې لامل کيږي.
نري رنځ په ناروغۍ کې اکثراً سږي اغېزمن کېږي، خو دا يوه داسې ناروغي ده چې د بدن نور غړي هم په ناروغۍ اخته کولای شي. دا ناروغي د هوا له لارې هغه وخت چې ناروغ ټوخېږي، پرينجېږي او يا هم لاړې غورځوي نو د ناروغ دغه عمل روغ وگړي په ناروغۍ اخته کوي. په انسانانو کې اکثره انتاني ناروغۍ د بې علايمو، پټو انتانونو په توگه پېښېږي، او نژدې يو په لسو پټو انتاني ناروغيو کې د يوې فعالې ناروغۍ په لور وده کوي، چې که دا حالت بې درملنې پاتې شي، نو دا په ۵۰٪ ناروغانو کې د مړينې سبب گرځېدلی شي.
پوښتنه: د یادې ناروغي نښې او نښانې څه دي؟
ځواب: د نري رنځ ناروغي په دوه ډول ده، چې بهرنی او دننه توبرکلوز ورته وايي. په داخلي توبرکلوز کې نښې – نښانې له ډېر ځڼد وروسته او په کم ډول سره راڅرګنديږي او په دې وخت کې بکتريا په پوره ډول سره پرمختګ کوي او د انسان وجود له لويو روغتيایې ستونزو سره مخ کوي. له بهرني توبرکلوز څخه موخه دا ده، چې په کم وخت کې په څرګند ډول سره د ناروغۍ نښې – نښانې راښکاره کيږي او اغېزمن کس کولی شي له ځنډ پرته يې پر وړاندې ګامونه پورته کړي او درملنه يې وکړي. په عمومي ډول نری رنځ (Tuberculosis) لاندې نښې نښانې لري، چې په لېدو او درک يې پرته له ځنډه درملنه وشي.
سخت او اوږد مهاله ټوخی: دا چې نری رنځ (Tuberculosis) د تنفسي سېسټم ناروغي ده، نو لومړی بريد په سږو باندې وي. د تنفسي سېسټم د تخريب په پار بکتريا په سږو او تنفسي مجرا کې فعاليت کوي، چې څرګنده نښه يې دوامداره ټوخی دی. هغه ټوخی چې له درېيو اونيو ډېر دوام وکړي، نو شونې ده چې د توبرکلوز له امله وي.
په ټوخي کې وينه: هر کله چې د ټوخي په وخت کې وينه اچول کيږي، نو دا بيا د نری رنځ (Tuberculosis) بله څرګنده نښه ده. وړاندې مو هم وويل چې نری رنځ سږي تر حملې لاندې نيسي نو د سږو د تخريب له امله له ټوخي سره وينه هم ملګرې وي.
د سينې درد: د سينې په قفس کې درد ډېری وخت د نری رنځ (Tuberculosis) د ناروغۍ له امله وي. هرکله چې د ساه اخېستنې او ټوخي په وخت کې سينه درد کوي، نو لامل يې په سږو کې (Mycobacterium tuberculosis) بکتريا ده، چې د نري رنځ ناروغي يې رامنځ ته کړې ده.
د وزن کمېدل: د نري رنځ (Tuberculosis) ناروغۍ بله نښه د وزن کمېدل دي. پرته له کوم بل څرګند لامل څخه په دوامداره توګه د وزن کمېدل د ټي بي د ناروغۍ له امله وي.
د شپې له خوا خولې کېدل: هغه کسان چې د نري رنځ ناروغي ولري، نو د شپې له خوا که هوا یخه هم وي خولې کيږي.
د اشتها کمېدل: د ټي بي ناروغان اشتها له لاس ورکوي او همدا لامل دی، چې د خوراک د نه خوړو له امله يې د وجود وزن هم کميږي.
پوښتنه: نری رنځ یا توبر کلوز څه ډول خپریږي؟
ځواب: کله چې د سږو نري رنځ لرونکی شخص ټوخی، پرنجی او خبرې کوي په دغه وخت کې میکروب په هوا کې خپریږي، چې دغه میکروبونه د چاپیریال په پام کې نیولو سره د څو ساعتونو لپاره په هوا کې پاتې کیدلی شي، هغه کسان چې د نري رنځ دغه میکروب لرونکي هوا تنفس کړي یاد کس په دغه ناروغي اخته کیږي، چې دې ته د پټ نري رنځ ناروغي وایي.
پوښتنه: څنګه کولی شو له دغې ناروغي څخه ځان وساتو؟
ځواب: دغه ناروغي یوه ساري ناروغي ده. يعې په اسانۍ سره له ناروغ کس څخه روغ انسان ته لېږدول کيږي. که په کورنۍ او ملګرو کې مو څوک د نري رنځ په ناروغۍ اخته وي، نو په کار ده، چې د خوراک او څښاک لوښي، د خوب او استراحت ځای او نور اړين توکي ورته جدا کړی شي. هڅه دې وشي چې د يادو کسانو سره د اړيکو او خبرو کولو په وخت کې روغ کس خپله خوله او پوزه بنده وساتي.
د یادونې وړ ده که چیري په کوم شخص کې پورته نښې نښانې ولیدل شوي، نو له ځنډ پرته دې اړوند متخصص ډاکتر ته ورشي.
پوښتنه: څنګه کولی شو د یادې ناروغي درملنه وکړو؟
ځواب: د نري رنځ ناروغي درملنه له شپږو څخه تر دولسو میاشتو پورې مختلفو درملو کارولو سره ممکنه ده. په نري رنځ کې دا ډېره مهمه ده، چې د نري رنځ ناروغان خپل درمل بشپړ کړي او د ډاکتر د هدایت سره سم خپل درمل وکاروي.که چیري درمل په سمه توګه ونه کاروي میکروبونه به بیا هم ژوندي وي او د درملو پر وړاندې به مقاوم شي او که چیري درمل کارول زر ودروي، نو بیا ناروغ کېدلی شي.
هغه نری رنځ چې د درملو په وړاندې مقاومت ولري ډېر سخت وې او ګران بیه درملنې ته اړتیا لري.
په ځینو حالاتو کې د سیمه ییز روغتیایي څانکو کارکوونکي خپل ناروغان د دې لپاره څارې چې ایا دوی خپل درمل په منظمه توګه کاروي، چې دغې مستقیمې څارنې ته DOT ویل کیږي. DOT له ناروغانو سره مرسته کوي، چې په لږه موده کې خپله درملنه بشپړه کړي.
ابوالفاتح

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *