مقالی اوتبصرې

نشنلیزم ( قوم پرستي) Nationalism لومړۍ برخه

 لطف الرحمن قمری
الف – د نشنلېزم تعريف : د نشنلېزم اصطلاح د يو ملت د جدا عقيدې او په افراطي بڼه د نورو ملتونو په نسبت د يو ملت په پورته والي باندي اطلاق کوي .
چي ملت د ( نشنلېزم ) د اصولو له جملې څخه دي او ملي ، قوي ، ځانګړنو ته هم ويل کېږي په ( نشنلېزم ) کي د ملت ښه والى او د ژوند پيمانه داده چي ملت له ده څخه هره قرباني غواړي که څه هم د ځان قرباني، د مال قرباني، د ضمير قرباني، که د ايمان قرباني ، که د اخلاقو، نفس قرباني وي. په هر حالت کې يې نه سپما کوي حال دا چي د اسلام مبين دين کي ټول مسلمانان يو شان دي او يو پر بل غوره والى نه لري لکه حضرت سرور کاينات محمد مصطفى صل الله علیه وسلم چي فرمايلي دي : (( هیڅ عرب په عجم او عجم په عرب ، سور په تور او تور په سور باندي فضيلت نه لري، مګر فضيلت او غوره والى په تقوا کي دى .))
سره له دې چي د پورتني مبارک حديث څخه دا خبره ثابته شوه چي يو قوم پر بل قوم هیڅ فضيلت او يو ملت پر بل ملت هيڅ برتري نه لري، برتري او غوره والى صرف په اسلام او تقوا کي دى مګر د نشنلېزم داعيان د قوم، ملت او ژبي په اساس د برترۍ دعوې کوي .
او یاهم :
Nation په انګلیسي کې ملت ته وایي او په اصطلاح کې نشنلیزم هغه مفکوره ده چې یو څوک خپل قوم ، نژاد ، هیواد او ژبه د حق معیار وګرځوي او په باطل او ناروا کې د هغې ملاتړ او حمایت کوي دې ته نشنلیزم وایي او دا مفکوره چې څوک لري دوي ته نشنلیستان ویل کیږي.
د نشنلیستانو مذهب : قومیت ،رنګ ، نژاد او وطن دی ، د هغوی په فکر کې پراخوالی نشته، بلکې په جعرافیایي چوکاټ کې بند دي قوم پالنه او وطن پالنه د هغوی نوی دین او مذهب دی ، او یا په بل عبارت ، قوم او وطن د هغوي خدای دی. د خپل قوم د ګټو په خاطر د نورو قومونو لوټول او استثمارول د فخر سبب ګڼې ، د خپل هېواد بد ترین افراد خپل ورور ګڼې ولې د بل هېواد یو مسلمان او نیک شخصیت د خپل ورور په حیث منلو ته تیار نه وي .
د اسلامي نړۍ د پاشلو لپاره ، د يهودو لخوا په لار اچول شوي فکري استعمار يوه اغېزمنه او خطرناکه وسله د نشنلېزم يا قوم پرستۍ څخه عبارت ده ، چي کله کله د ملت پرستۍ او ناسيونالېزم اصطلاحات هم ورته کارېږي.
چي د يهودو پر دغي خطرناکي دسېسي باندي پوهېدل ، د هر مسلمان لپاره لازمي او اړينه چاره ده .
ب – نشنلېزم څنګه رامنځ ته شو او څنګه يې وده وکړه ؟
د نشنلېزم د رامنځته کېدو په اړه د علماء کرامو او مؤرخينو بېلابېل نظريات وجود لري چي له ځينو مهمو څخه يې په لنډ ډول يادونه کوو:
اول نظر: کله چې حضرت ادم علیه السلام الله جل جلاله له خاوري څخه جوړ کړ، هغه ته يې ژوند ورکړ، ملائکو او شيطان ته يې وويل چي حضرت ادم علیه السلام ته سجده وکړئ ، نو ملايکو د الله جل جلاله امر پر ځاى او سجده يې وکړه خو شيطان چي د الله جل جلاله نافرماني وکړه او ويي ويل چي زه ( شيطان ) له اور او ادم علیه السلام له خاوري څخه جوړ دى نو زه څنګه ادم علیه السلام ته سجده وکړم نو له همدې کبله شيطان لعين د الله جل جلاله د دربار څخه ورټل شو، شيطان په خپل قوم او نصب باندي غرور درلود او د الله جل جلاله نافرماني يې وکړه نو له همدې کبله علماء کرام په دې نظر دي چي د قوم پرستۍ لومړى مؤسس لعين شيطان دى او قوم پرستي د کفارو یو ډول کړنه ګڼي .
دوهم نظر: کله چي حضرت عيسى علیه السلام مبعوث شو او په هغه باندي اسماني کتاب ( انجيل ) نازل شو نو په ښکاره ډول پکښي راغلي وو چي له عيسى علیه السلام څخه وروسته پيغمبر چي راځي نوم به يې (احمد) وي او په ده يعني ( احمد ) باندي يو کتاب نازليږي ، دا به هم د اخري زمانې پيغمبر وي . ځکه نو عيسويانو او يهوديانو ټولو دا خبره کوله چي د حضرت عيسى علیه السلام څخه وروسته د احمد په نوم پيغمبر راځي او ټولي نښي نښانې به يې خلکو ته بيانولې خو کله چې حضرت محمد صل الله علیه وسلم په پيغمبرۍ مبعوث شو نو همدوى ترې انکار وکړ، عيسايانو به ويل چي دا (محمد صل الله علیه وسلم ) له عربو څخه دى، ولي زمونږ له قوم (بني اسرايلو) څخه نه دى؟ سره له دې چي ټولي هغه نښې چې حضرت عيسى علیه السلام د محمد رسول الله صل الله علیه وسلم په اړه خپل قوم ته ويلي او روښانه کړې وې ، په ده کي موجودې وې مګر د قوم پرستۍ په ناروغۍ اخته خلکو پر حضرت محمد صل الله علیه وسلم باندي ايمان رانه وړ.
دريم نظر: عبدالله ناصح علوان پخپل کتاب ( القوميت في ميزان الاسلام ) کي په دې اړه ليکلي چي ( د نشنلېزم ميکروب هغه وخت په مسلمانانو کي خپور شو چې په دې پاکه خاوره باندې د ( صهيونستي ) غاصيبينو ټګمارو يهوديانو ټولنه منځ ته راغله او د خپلو شپږو يهودي اعمالو او اهدافو لپاره يې هلي ځلي پيل کړي ، ترڅو وکولاى سي بيت المقدس او فلسطين په خپل تسلط کي راولي.
له بده مرغه د عثماني خلافت په وروستيو وختونو کي يهوديانو يو انجمن جوړ کړ او نوم يې پرې ( محفل اشرق العثماني ) کېښود چي دا انجمن د بډايه خلکو په مرسته چلېده او رسمي مرکز يې د( سالوينک ) ښار وو ، د يهودو لومړى اقدام دا وو چي تر ټولو بډايه شخص ( قره صو ) يې چي له ماسوني مشرانو څخه وو، سلطان عبدالحميد ته د استازي په توګه ورواستاوه او سلطان ته د ورتلو واسطه يې عارف بېک وو ، کله چي ( قره صو) د سلطان دربار ته له ډاليو سره لاړو او سلطان ته يې وويل چي زه د ( ماسوني ) استازی يم نو ډیر مال يې ورته په دې شرط وړاندي کړ چي فلسطين کي ورته امتياز ورکړي ، سلطان ډیر په قهر شو او د هغه له دغه وضعيت له امله ماسونيان ډیر نا امیده شول هماغه وو چې د سلطان عبدالحميد په خلاف يې تبليغات پيل او د عربو سره يې د ترکیې او توراني قومونو خلاف لاس يو کړ ، هغوى د اسلامي جامعې لاندي ترکيه او عربيت ته وده ورکړه او ددې ترڅنګ يې يو ملحد ليکوال ( ضياکوک آلب ) ته په دنده ورکولو سره د قوميت فلسفه په ترکانو کي پيدا کړه .
د وخت دغو قوم پرستو د يهوديانو او انګرېزانو په مرسته چي ترکي مسلمانان او عربي مسلمانان يې په خپلو کي جنګول غوښتل ، يو ګوند جوړ کړ او ( د يو والي او پرمختيا جمعيت ) نوم يې پرې کېښود چي ددې ګوند د دسيسو له امله د قوم پرستۍ ناروغي دومره خپره شوه چې د سلطان عبدالحميد حکومت (چي یو لوی اسلامي خلافت وو) له منځه يوړ او د يهوديانو پر مخ د فلسطين دروازې پرانيستل شوې، نو له همدې کبله ځينې خلک په دې نظر دي چې د قوم پرستۍ موسسين ماسوني ګوند او انګرېزان دي .
بايد يادونه وکړم چي ماسوني د يهوديانو د فکر زېږنده ده چي ظاهراً يې د انساني حقوقو دفاع خپل شعار ګرځولى وو او ويل به يې چې دين د الله لپاره او وطن د ټولو لپاره . ماسونيانو غوښتل چې داسي يوه ټولنه رامنځته کړي چې بربنډتيا ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *