سرمقالې

نـوی کال او نــوې هـیلې !

د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث هبة الله آخندزاده حفظه الله د نويو فرمانونو په صادرولو سره د افغان مجاهد ملت د هیلو مړاوې غوټۍ په غوړیدو کړي نوموړي په خپل لومړني فرمان کې په امارتي چارواکو د خپلو زامنو په یوه اداره کې د انفکاک حکم کړي چې هیڅ چارواکې نشي کولی په یوه اداره کې خپل زامن مقرر کړي دغه فرمان د رسنیزو سر چینو او تلویزیونونو په سکرین بیا بیا خپریږي او د اکثریت افغانانو ملاتړیې خپل کړی دی چې دا د اداري اصلاحاتو مهم اصل دی او ملت په خپل مشرتابه باوري کوي د امیرالمؤمنین دوهم فرمان د مخدره او نشه یې توکو په کښت او قاچاق د بندیز حکم صادر کړی په دغه فرمان کې ویل شوي چې د هېواد یو معدن دې استخراج شي او په هغه کې دې په نشه یې توکو د روږدوکسانو درملنه وشي د ملت د هیلو مړاوې غوټۍ په غوړیدو شوې د نوي کال له پیل سره سم دغو نویو فرمانونو افغانان هیله مند کړي او د افغان مؤمن او مجاهد ملت پراخ ملاتړیې راخپل کړي او د تېر فاسد نظام چې افغانستان یې د مفسدو هېوادونو د لیست په سرکې قرار درلود او په میلیونونو افغانان چې په نشه یې توکو روږدي ول هیڅ برنامه نه درلوده چې د شل کلنې واکمنې پر مهال یې د روږدوکسانو لپاره د درملنې او یا هم د نشه یې توکو د کښت او قاچاق مخه نیولی وای اسلامي امارت په داسې حال کې چې د نړیوالو بندیزونو او قسماقسم فشارونو سره سره داسې ګټور پلانونه جوړ او عملي کړي چې چایې تصور هم نشو کولی. همدارنګه په دریم فرمان کې راغلي چې امارتي چارواکې نشی کولی د تدارکاتو په برخه کې داوطلبۍ کې ونډه واخلي د دغو فرمانونو په صادرولو سره د ملت ناهیلي په هیله مندۍ بدله شوې موږ په خپل خالق الله رب العزت او خپل غیرتي او اتل ملت باوري یو او یو له بل سره به په هېواد کې موجودو ستونزو ته د پای ټکی ږدو زموږ تورزن ملت دې د کورنیو او بهرنیو دښمنانو په پوچو او بېځایه تبلیغاتو نه غولیږي د اسلامي امارت غیږ او دروازې د دوی پرمخ خلاصې دي او په ګډه به د خپل هېواد او ملت د هوساینې او پرمختګ لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې او کوښښونه کوو ترڅو خپل استقلال او آزادي هم وساتو او په خپل ګران او محبوب هېواد کې سرلوړی او پتمن ژوند ولرو. والله علی ما نقول وکیل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *