افغانستان

ننګرهار کې د اوبو رسولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې UNDP په مالي ملاتړ د شل میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو
د دوو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پرون یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پروژې د سره رود ولسوالۍ فتیح الله او بالاباغ کلیو کې پلي شوې، چې په کې د اوبو لګولو کانالونه او د کرنیزو اوبو سربندونه شامل دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ مرستیال قاري فضل الرحمن ثابت وایي، چې د دې پروژو په جوړېدو سره د ۳ زره کورنیو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ستونزې لرې شوې او د دغو کانالونو د وسایلو په ساتنه او پالنه یې ټینګار وکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *