افغانستان

ننګرهار کې د بنګو (چرسو) ضد کمپاين پيل شو

وړمه ورځ د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې د نشه يي توکو په ځانګړې ډول بنګو (چرسو) د کرکيلې ضد کمپاين تر شو، د ياد کمپاين په اړه د ياد ولايت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې آمرمحمد افضل لوګري ويلي، د حصارک ولسوالۍ له اودرې کلي مو د چرسو ۳ تنه کاروباريان نيولي او اوس مهال اړوندې قوماندانۍ په نظارت خونه کې بنديان دي، له دې وړاندې هم د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې زرګونه جريبه ځمکه د نشه يي توکو له کښته پاکه کړې ده . دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مشر ملا هبة الله آخندزاده د يوه فرمان په ترڅ کې د نشه يي توکو پر کښت او توليد بنديز ولګاوه. د افغانستان ختيځ ننګرهار يو له هغو ګرمو ولايتونو دی، چې د تېرې ادارې پر مهال يې په ډېرو لرې پرتو ولسواليو کې نېشه يي توکي کرل کېدل. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې آمر محمد افضل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *