اعلامیې

ننګرهار کې د پولیو مثبتې پېښې د ثبت په تړاو د عامې روغتیا وزارت اعلامیه

د پولیو ناروغۍ یوه مثبته پېښه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ څخه راپور شوې ده.
دا په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې د پولیو ناروغۍ لومړۍ پېښه ده چې تازه ثبت شوه.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۰ز کال کې د پولیو ناروغۍ ۵۶ مثبتې پېښې ، په ۲۰۲۱ز کال کې ۴ مثبتې پېښې او په ۲۰۲۲ز کال کې یواځې ۲ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مسئول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن وايي: «له بده مرغه، په روان ۲۰۲۳ز کال کې د پولیو ناروغۍ لومړۍمثبته پېښه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې ده. په پولیو ناروغۍ اخته شوی ماشوم څلور کاله عمر لري او د ننګرهار ولایت د بټي کوټ اوسېدونکی دی. »
نوموړی په دې اړه خواشیني څرګندوي او زیاتوي: « موږ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې د پولیو واکسین دوامداره کمپاینونه ترسره کړي او سږ کال مو هم دغه ډول کمپاینونه په پام کې نیولي دي. موږ د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ کړی او د هېواد ټولو سیمو ته د پولیو واکسین په رسولو سره موږ کولی شو چې ګران هېواد له دغې بدمرغې ناروغۍ څخه په بشپړه توګه خلاص کړو.»
د یادولو وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د اړوندو نړیوالیو ادارو په همکارۍ د پولیو واکسین فرعي کمپاین په دې اونۍ کې پلې کوي چې په ترڅ کې به یې څه باندې ۶.۴ میلیونه ماشومان د دې ناروغۍ پر واندې واکسین شي. دغه کمپاین د روانې اونۍ له دوشنبې د ثور یا غوايي میاشتې له ۲۵ نه تر پنجشنې د غويي ۲۸ نیټې پورې د هېواد د ۲۳ ولایتونو اړوند په ۲۱۷ ولسوالیو کې پلی شي.
خو بیا هم د پولیو ویروس خطر له هېواده په بشپړه توګه لرې شوی نه دی، د شرقی یا ختیځې حوزې په چاپیریال کې د پولیو ویروس نمونې تثبیت شوي دي، دغو محیطي پېښو ته په کتو سره د پولیو له خطر سره مخ سیمو کې د پولیو د مثبتو پېښو احتمال مخکې له مخکې موجو د و.
پولیو یوه ویروسي ناروغۍ ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین په مټ د مخنيوي وړ ده. دغه ناورغي زیاتره په ماشومانو کې خپریږي او د دایمي فلج یا مړینې لامل کېږي.
د دې ناروغۍ مخنیوی او له منځه وړل یوازې د ماشومانو د واکسین کولو له لارې شونی دی چې د کمپاین په هر پړاو کې واکسین شي.
سیمه ییز مسئولین، علماء، د ټولنې مشران، مخور او والدین باید د پولیو واکسین له ټیمونو سره د پولیو واکسین کمپاینونو د بریالي تطبیق په خاطر په خپلو سیمو کې همکاري وکړي. دا زمونږ د ټولو مسئولیت دی چې په ګډه د پولیو په وړاندې مبارزه وکړو او د پولیو څخه خلاص افغانستان ولرو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *