افغانستاناقتصاد او رغونه

ننګرهار کې د ۲۳،۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

د ننګرهار مرکز، جلال اباد ښاروالۍ په هڅو او د (UNOPS) په مالي ملاتړ د افغانستان د ټولنېز ملاتړ او معشیت پروګرام تر نامه لاندې د ۲۳،۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو کیلو متر په اوږدوالي او ۹ متره په پلنوالي د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د ننګرهار پوهنتون مخې ته پیاده روو او ګلدان سره د ټولو اړېنو ملحقاتو په اساسي او معیاري توګه رغولو چارې پیل شوې.

د جلال اباد ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند وویل، دا د هغه ۵۸ پروژو برخه ده چې د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو دفتر له لوري به په راتلونکې کې په نورو ناحیو کې هم تطبیق کېږي، چې د بیا رغونې ترڅنګ به زرګونه خلکو ته پکې د کار کولو زمېنه برابره شې.

په مراسمو کې د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجینر دوست محمد وویل، چې په دغه پروژه کې دوو شرکتونو له لوري  یې چارې ترسره کېږي، پیاده روو، ګلدان او ویاله جوړلو شامل دي.

همدا شان به په دغه پروژه کې ۳۶۰ کسان هره ورځ کار کوي، چې دا د سیمې خلکو لپاره په کاري برخه کې د جلال اباد ښاروالۍ له لوري ښه زیری دی او ددې پروژې چارې به په ۳ میاشتو کې بشپړې
شې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *