اقتصاد او رغونه

ننګرهار کې د 20 میلیونه افغانیو په لگښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

شریعت: په ننګرهار کې د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه محافظوي دېوال د بنسټ ډبره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم له لوري کېښودل شوه. دغه دېوال د ننګرهار ولایت اړوند کانال ریاست د زرګونه جریبه ځمکې د تخریب د مخنیوي لپاره جوړېږي، چې ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.د دغه پروژې د پيل مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي صدراعظم، د یاد ولایت د کانال رئيس مولوي غلام الرحمن کظيم، کرنې رئيس مولوي عبدالستار محمد او د ګڼ شمېر کرنيزو شرکتونو مسوولينو ګډون کړی وو. د یادونې وړ ده، چې د دغه دېوال لګښت د ۳۵ کرنيزو شرکتونو له لوري ورکول کېږي، چې ور سره به زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سېلابونو له خطر څخه وژغورل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *