اقتصاد او رغونه

ننګرهار کې د 6 میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه شوه

شریعت: په ننګرهار کې د څه د پاسه ۶ میلیونو افغانیو په لګښت یو کانال او سربند ګټي اخستنې ته وسپارل شول

شریعت: په ننګرهار کې د څه د پاسه ۶ میلیونو افغانیو په لګښت یو کانال او سربند ګټي اخستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي په دغه ولایت کې د  څه د پاسه ۶ میلیونو افغانیو په لګښت یو کانال او سربند ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي  عبدالستار محمد وویل، چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ډاکو کلي کانال او سربند د رغول چارې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ او د اسلامیک ریلیف موسسې په تخنیکي همکارۍ څه د پاسه ۶ میلیونو افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه کانال به ۴۰۰۰ هکتاره ځمکو ته د اوبو رسولو زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه پروژه کې ۹۵۲ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *