اقتصاد او رغونه

ننګرهار کې پر ٢.٨ کیلو متره سړک د کانکرېټ اچولو چارې پیل شوې

د جلال آباد ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د دغه ښار د اوومې ناحیې په غوچکو سیمه کې د ٢.٨ کیلو مترو په اوږدوالي

د جلال آباد ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د دغه ښار د اوومې ناحیې په غوچکو سیمه کې د ٢.٨ کیلو مترو په اوږدوالي او ۶ مترو پلنوالي سره پر یوه سړک د کانکرېټ اچول چارې پیل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د جلال آباد ښاروالۍ مرستیال مولوي مومن حمید وویل، چې یاد سړک د دغه ښاروالۍ په ١٦.٨ میلیونو افغانیو بودجه رغول کېږي، چې پر مټ به یې د تګ راتګ پر وړاندې شته ستونزه له منځه لاړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک د رغولو چارې به د ٣ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *