اقتصاد او رغونه
ننګرهار کې په لومړي ځل د صادراتي کرنيزو محصولاتو مکروب وژنې لړۍ پيل شوه
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې د لومړي ځل لپاره د صادراتي کرنيزو محصولاتو فومکيشن لړۍ پيل کړې ده.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې د لومړي ځل لپاره د صادراتي کرنيزو محصولاتو فومکيشن لړۍ پيل کړې ده.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د کرنې ریاست اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین مدیریت د فومکیشن څانګې د کندا فروټ شرکت په همکارۍ په دې ولایت کې په لومړي ځل د صادراتي کرنيزو محصولاتو د مکروب وژنې (فومکیشن) لړۍ پیل کړه.
د صادراتي کرنيزو محصولاتو د مکروب وژنې (فومکیشن) څخه موخه بهرنيو هېوادونو ته د نړیوال تجارتي اصولو(W.T.O) طرزالعمل مطابق د مرضونو څخه پاک افغاني زراعتی محصولاتو صادرول او دې توکو ته په بهر کې بازار موندنه ښودل شوې ده.