افغانستاناقتصاد او رغونه

ننګرهار کې ۲۰ میلیونه نیالګي اېښودل شوي

د ننګرهار کانال ریاست وايي سږ کال په دغه ولایت کې تر ۲۰ ميليونو پورې بېلابېل نيالګي اېښودل شوي چې تر ۴۰۰۰ کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شوې ده. د ننګرهار د کانال ریيس غلام الرحمن کظيم وايي، کانال اداره پخوا عايداتي اداره وه خو اوس دوی خدمات هم وړاندې کوي. د کظيم په وينا د ننګرهار کانال د سمسورتيا، شينوالي او باغونو جوړولو په موخه يې تر شل ميليونو پورې بېلابېل ډوله نيالګي اېښودلي او شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته پکې د کار زمينه هم برابره کړې. هغه وايي، د روانو اوبو سيستمونه او ۲۸ کيلو متره ويالې يې جوړې کړي، او ډېر ژر به د ځمکې لاندې د اوبو کنټرول په موخه د څاڅکو اوبه خور سيستم لا پرمختللى او رامنځته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *