افغانستان

ننګرهار کې ۵۶۴۰ جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه

په ننګرهار کې د غصب شویو ځمکو د مخنيوي او بېرته راګرځولو تخنیکي هيئت د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد

په ننګرهار کې د غصب شویو ځمکو د مخنيوي او بېرته راګرځولو تخنیکي هيئت د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د سره رود ولسوالۍ اړوند د
سلطان پور سفلی سیمه کې ٥ زره ٦٤٠ جریبه دولتي ځمکه تثبيت کړې ده. د دغه ولایت د غصب شويو ځمکو د مخنيوي او بېرته راګرځولو تخنیکي هيئت جنوب اړخ ته د سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي کې، چې
قانوني اسناد یې نه لرل، ٥ زره ٦٤٠ جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.
په دغه سیمه کې د تخنیکي هيئت لخوا په یاده شوې سیمه کې یو شمېر جوړ شوي ودانۍ هم ونړول شوې او د کورونو د تخلیې په موخه په جوړو شویو ودانیو کې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *