افغانستان

نورستان کې دوه نوې ولسوالۍ جوړیږي

شریعت: د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري په مشرۍ یوه پلاوي د دې وزارت د اداري

شریعت: د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري په مشرۍ یوه پلاوي د دې وزارت د اداري او تامیناتي چارو مرستیال مولوي نورجلال جلالي، ملکي او نظامي مسوولينو وړمه ورځ نورستان ولایت ته سفر وکړ.
یاد پلاوي نورستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د ولسونو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د حل ډاډ يې ورکړ.
د یاد پلاوي مشر مولوي محمد نبي عمري نورستان ته د سفر موخه د خلکو او ولسونو ستونزو پر اورېدو سربېره، د دې ولایت د کانتیوا او وانت وایګل د ولسونو لپاره د دوو نویو تشکیل شویو ولسوالیو د جوړولو په اړه ولسونو سره له نږدې مشورې کول او يادو ولسواليو لپاره د مناسب ځای ټاکل ياده کړه.
اخوا د نورستان اوسېدونکو له راغلو مشرانو څخه د مننې ترڅنګ وايې، چې په دغه ولایت کې شته بېلابېلو ستونزو ته رسېدنه وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *