افغانستان

نورستان کې سوالګر راټولېږي

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان سره سم د سوالګرو د راټولولو کمېسیون د جوړولو او یادې لړۍ د پیل په موخه ټاکل شوي پلاوي پرون خپله لومړنۍ غونډه د نورستان ولایت په مقام کې ترسره کړه.
د سرې میاشتې ریاست ياد پلاوي د ولایت په مقام کې د والي حافظ محمد ادا حکيم په لارښوونه جوړه شوې غونډه کې د بشري سرچینو د رئیس قاري فتح الله سره د دغه کمېسیون پر دندو او سوالګرو د راټولو پر کړنلارې خبرې وکړې.
د دوی په وینا د سوالګرو د تثبیت څخه وروسته د دغه سوالګرو کم عمره يې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند حرفوي او نورو زده کړه یيزو مرکزونو ته معرفي کېږي او د لوړ عمر لرونکي مستحق سوالګر له ثبت او بایومتریک وروسته ورته په میاشتني ډول معاشونه ورکول کېږي.
همدارنګه هغه ماشومان چې په ورته وخت کې د خپلې کورنۍ نفقه په غاړه لري د زده کړو سربېره يې د کورنۍ سره هم مرسته کېږي.
د سوالګرو د راټولو کمېسیون کې امنیه قومندانۍ، د سرې میاشتې، کار او ټولنیزو چارو ریاستونه په اړونده برخو کې دندې لري ترڅو سوالګر راټول او د ثبت او امتيازاتو د ورکړې پروسه يې سرته ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *