افغانستانراپورونه

نورستان کې هغه دښمني پای ته ورسېده، چې ٢٦٤ کسان په کې وژل شوي وو

د نورستان د کامدېش او کشتوز قومونو ترمنځ د اوبو او د ځمکې په سر را ولاړه شوې شخړه له سلو کلونو وروسته حل شوه.

د نورستان د کامدېش او کشتوز قومونو ترمنځ د اوبو او د ځمکې په سر را ولاړه شوې شخړه له سلو کلونو وروسته حل شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړه شوې
غونډه کې د قومونو او قبایلو چارو وزیر مولوي نورالله نوري د سولې په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې سوله کې خیر دی او دا د خدای ج امر دی، چې په خپلو منځو کې سوله وکړئ.
د کامدېش او کشتوز قومونو ترمنځ په سل کلنه شخړه کې له داوړو لوریو ۲۶۴ کسان وژل شوي وو، چې دا په نورستان کې ترټولو اوږده دښمني بلل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم قومي مشرانو او د تېرو حکومتونو په لړ کې ۶ ځلي د دواړو لوریو ترمنځ جرګې او فیصلې شوې وې، خو د تطبیق په برخه کې د وخت حکومتونه پاتې راغلي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *